د افغانستان کرکټ بورډ د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلونو کمعمره لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګلهدېش لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.دغه پنځوس اوریزه لوبه نن شنبه د عربي متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې وشوه. د دغې سیالۍ پچه بنګلهدېش لوبډلې وګټله، چې افغان لوبډلې ته یې د توپ اچونې بلنه ورکړه.
د افغانستان کرکټ لوبډلې توپ اچوونکيو د ښې توپ اچونې له امله د بنګلهدېش لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو او ۲۳ اورونو لوبولو سره ایله ۷۴ منډې جوړې کړې.
توپ اچونې کې د افغانستان چپ لاسي چټک توپ اچوونکي بشیر احمد افغان د سیالې لوبډلې څلور، کيڼ لاسي ورو توپ اچوونکي کامران هوتک درې، ښي لاسي چټک توپ اچوونکي خلیل احمد دوه او یما عرب یو لوبغاړی وسوځاوه.
په دویېمه پاڼۍ کې افغان لوبډلې وکړای شول د بنګلهدېش ۷۵ منډو هدف لسم اور کې د درېو لوبغاړو په سوځېدو بشپړ او لوبه په خپلې ګټې تمامه کړي.
افغان توپ وهونکي سهیل خان زرمتي په دویېمې پاڼۍ کې ۳۳ او هارون ۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د دغې لوبې غوره لوبغاړی بشیر احمد نومول شوی، چې د بنګلهدېش لوبډلې څلور لوبغاړي یې سوځولي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، د پنځوسو اورونو دا درې اړخیزې لوبې د دوی په کوربهتوپ پیل شوي او د روانې مارچ میاشتې تر۳۰ نټې دوام کوي، چې افغانستان، بنګلهدېش او سریلنکا پکې ګډون کوي.
د مالوماتو تر مخه، د افغانستان کرکت کمعمره لوبډله به د مارچ میاشتې پر ۲۲ نېټه په دویېمې سیالۍ کې له سریلنکا سره مخ شي.