طالب چارواکو ويلي دي چې په کابل کې یې د شپې له خوا د يوې چاپې په ترڅ کې د داعش ترهګرۍ ډلې درې غړي وژلي دي. ذبیح الله مجاهد ویلي چې یادې ډلې د روژې په میاشت کې د بریدونو پلان درلود.
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د چهار شنبې په ورځ وويل چې د سه شنبه په شپه په کابل کې د داعش ډلې يو پټنځای د طالبانو د عملياتو هدف ګرځيدلی او په دې ترڅ کې یې د داعش درې مشهور غړي وژلي دي. مجاهد زياته کړې چې دې کسانو د روژې په مقدسه میاشت کې بريدونه پلانول.
ذبيح الله مجاهد د یادې پیښې په هکله زیاته کړې: «د داعش غړيو دغه پټنځای په کابل ښار کې د بريدونو ترسره کولو له پاره کاروه او پلان یې درلود چې د روژې په میاشت کې مذهبي ځایونه او ملکیان په نخښه کړي.»
د «اسلامي دولت» ډلې سيمه ایزه څانګه چې د داعش خراسان ولايت په نوم هم پيژندل کيږي، د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې د دغه ډلې يوه مهمه مخالفه ډله ده.
دې وسله والې ډلې په دې وروستيو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی او پر طالبانو او همدا راز پر نورو سربیره د شيعه اقليت غړي په نخښه کوي.
طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نيمايي چې په دویم ځل په داسې حال کې واک ته ورسېدل چې امريکا متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو تر شل کلن ماموريت وروسته له افغانستان څخه د وتلو په حال کې ول.
نړيوالې ټولنې تر اوسه د طالبانو حکومت پر نورو سربيره پر نجونو او ښځو د محدوديتونو وضع کولو له کبله، په رسميت نه دی پيژندلی.
سرچینه: دویچه وله