خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

د سمرقند غونډه، روسیه او ګاونډي هېوادونه پر افغانستان غږیږي

د چین، روسیې، پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجیکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران د سیمي د امنيت په اړه په سمرقند کې جرګه شوي. دې غونډې ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو ځای ناستي وزیر هم وینا وکړه.د سمرقند دوې ورځنۍ غونډه په افغانستان کې وروستیو بدلونونو ته په کتو د سیمي امنیت په اړه د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د اپریل ۱۳) پيل شوه. دا غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ترڅنګ د افغانستان د شپږو ګاونډیو هيوادونو (چین، پاکستان، ایران، ازبیکستان، ترکمنستان او تاجیکستان) د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون ترسره کیږي او د ځينو هېوادونو استازي به د دې غونډې په څنډه کې دوه او یو څو اړخیزي غونډي هم ولري.

د اسوشیتيد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې، د روسیي، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سمرقند غونډې په څنډه کې د یوې څلور اړخیزې ناستې پرمهال د افغانستان او سیمي پروضعیت خبرې کړي.

دغه آژانس د روسيي د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي دي چې د دې غونډې ګډونوال د سیاسي ثبات د ټینګښټ له پاره د افغانستان له بنسټونو سره د همکاریو پر اړتیاوو او د انساني ناورین د مخنیوي پر لارو چارو غږیدلي.

د دې رپوټ پربنسټ، یادو څلورو وزیرانو د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق د ګواښونو پرضد د هلوځلو د همغږۍ پر اړتیا هم خبرې اترې کړي دي.

روسیه او چین یو له هغو ګوتو په شمېر هېوادونو څخه دي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له هغه مهاله چې طالبان واک ته رسیدلي په افغانستان کې خپلې سیاسي استازولی ساتلي.

سره له دې چې روسيي په ۲۰۰۳م کال کې د طالبانو ډله د ترهګریزو سازمانونو په نوملړ کې شامله کړې او اوس هم په دغه لیست کې شته، خو لا یې هم له دې ډلې سره اړیکو ته دوام ورکړی.

مسکو د افغانستان په اړه تراوسه څو غونډي او ګردي مېزونه جوړ کړي دي چې په هغو کې د طالبانو مهمو غړو هم ګډون درلود.

د سمرقند په غونډه کې د طالبانو جګپوړی چارواکی

د سمرقند غونډې په لومړی ورځ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم وینا وکړه، ظاهراً متقي د ازبکستان په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرتوب سمرقند ته سفر کړی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت، د سمرقند غونډې له پيلیدو وړاندې په یوه ویناپاڼه کې اعلان کړی دی چې بیجنګ چمتو دی چې افغانستان او سیمه کې د ټیکاؤ او پرمختګ له پاره د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره نیږدې همکاري ولري.

په دې ویناپاڼه کې چین د افغانستان ځمکنی بشپړتیا او خپلواکي او د افغانستان د خلکو پریکړو ته درناوي ته په خپله ژمنتیا ټینګار کړی دی.

چین له ترهګری سره د پریکړنده مبارزې له پاره نړېواله ټولنه له افغانستانه ملاتړ ته وربللې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي دي چې د دې هېواد په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د ترهګریزو ډلو له پاره د خوندې ځایونو مخنیوی، ټولګډونه حکومت او د ښځو حقونو ته درناوی د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مقابل کې د طالبانو ژمنې وې، چې تراوسه یوه یې هم نه ده عملې کړې.

د څلورو بهرنیو چارو وزیرانو د نارسمي ناستې اعلامیه

د ایران، چین، روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سمرقند غونډې په څنډه کې د خپلې نارسمي ناستې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې په هغې کې پردې ټینګار شوی دی چې، «افغانستان باید د نړېوالو همکاریو ډګر وي، نه د جیوپولیټیکي سیالیو.»د برنا خبري آژانس د رپوټ له مخې، په دې اعلامیه کې له طالب چارواکو غوښتنه شوې ده چې “د افغانستان د ټولو قومونو او سیاسي بنسټونو په ګډون دې یو ټولګډونه حکومت جوړ، د ښځو او لږکیو پروړاندې لګول شوي ټول محدودیتونه دې لغوه کړي.”

دغو څلورو بهرنیو چارو وزیرانو په خپله اعلامیه کې د داعش د خراسان څانګې پرضد د “افغانستان د لنډمهالي دولت” کړنو ته په پام د ریښتني اقداماتو غوښتنه کړې.

ټینګار شوی دی چې د شویو ژمنو له مخې دې د ترهګرو ډلو د ټولو ډولونو له منځه وړلو سره دې دا شونې کړي چې افغان خاوره د هیڅ ترهګري ډلې په واسطه نه کارول کیږي.

اوس د افغانستان یوشمېر برخې د ترهګرو ډلو پټنځایونه دي او طالبان نه دي توانیدلي چې بشپړ ټیکاؤ په افغانستان کې ټینګ کړي.

دغه راز، د ښځو او لږکیو حقونو ته د درناوي په برخه کې طالبان خپلې هیڅ یوې ژمنې ته ژمن نه دي پاتې شوي. اوس افغان نجونې یواځې تر شپږم ټولګې د زده کړو اجازه لري، دغه راز، پوهنتونونو کې یې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او ښځو ته د کار اجازه هم نه ورکوي.

پر ښځو سختي، چې له دې ډلې پارکونو ته د هغوی پر تګ بندیز او له ټولنیزو فعالیتونو راګرځول هغه څه دي چې له توندو نړېوالو نېوکو سره مخ شوي، خو طالبانو ورته هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

نړېواله ټولنه لاهم د طالبانو ډله د افغانستان د یوه مشروح حکومت په توګه نه مني.

واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې له هېواده تېښته او کډوالي په خپل اوج کې ده او ترواسه په میلیونونو افغانان کډوال شوي دي.

  • سرچینه: دویچه‌وله

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق