خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

یوناما: طالبان د مخالفو غږونو د غلي کولو لړۍ ته دوام ورکوي

یوناما په افغانستان کې د روان کال د فبرورۍ، مارچ او اپریل په میاشتو کې د بشري وضعیت په اړه په یوه تازه راپور کې په دغه هیواد کې د بشري حقونو څخه سرغړونو په دوام اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې واکمن چارواکي د مخالفو غږونو د غلي کولو لړۍ ته دوام ورکوي.

یوناما د سه شنبې په ورځ مۍ نهم (ثور۱۹) په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه په یو راپور کې د ښځواو نجونو د حقونو، ملکي وګړو د ساتنې، د پخواني حکومت د ملکي او پوځي پخوانیو چارواکو، بدني سزاګانو، مدني فضا، د زورزیاتي څخه کار اخیستلو او پر رسنیود نوو لګیدلو محدودیتونو په اړه خپلو ارزونو ته ځای ورکړی دی.

د ښځو او نجونو حقونه

یوناما ددغه راپور په سر کې د ملګروملتونو په دفترونو کې د افغان میرمنو په کار د طالبانو د حکومت له خوا د لګیدلي بندیز یادونه او دا بندیز یې د ملګروملتونو د منشور سره په ټکر کې ګڼلی دی.

یوناما ویلي، چې د روان میلادي کال د اپریل په پنځمه ملګروملتونو ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له خوا خبر ورکړل شو، چې هیڅ افغان میرمنې ته به په افغانستان کې د ملګروملتونو سره کارکولو ته اجازه ورنکړل شي او دا اقدام به په جدي ډول پلی شي.

یوناما وايي داپریکړه د ۲۰۲۲ میلادي کال د ډسمبر د میاشتې د ۲۴ نیټې د اعلان شوي لارښود تسلسل دی، چې له مخې ښځې په غیرحکومتي موسسو کې د کار کولو منع شوې وې.

یوناما په دې راپور کې ویلي: ” تر دې دمه د ملګروملتونو ډیرې ښځینه کارکوونکي د ځورونې، ډارولواو توقیف په ګډون د تګ راتګ د محدودیتونو سره مخامخ شوي دي. د همدې له امله د ملګروملتونو ټولو افغان کارکوونکو ته لارښونه شوې، چې د مۍ تر پنځمې پورې دفترونو ته دې نه ورځي”.

یوناما وايي،چې د ملګروملتونو سره د افغان ښځو په کارکولو بندیز له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده. “دا د ملګروملتونو د منشور په ګډون د بشري حقونو په ګڼو تړونونو او کنوانسیونونوکې له ټاکل شویو مکلفیتونوڅخه سرغړونه ده، چې افغانستان یې غړی هیواد دی”.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر” یوناما” په دغه راپور کې د مارچ په ۲۱ د حمل په اول په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال پیل یادونه هم کړې ده او ویلي دي، چې په نوي تعلمي کال کې هم د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي پاتې شوي دي.

ملګروملتونو دغې ادارې په افغانستان کې د ښځو د کار د بندیز د دوام د یادونې په ترڅ کې د مارچ په شلمه د امربالمعرف نهی المنکر د ریاست د چارواکو له خوا د بدخشان په ولایت کې د ښځو د غږ د راډیو د تړلو او د هرات په ولایت کې د دغه ولایت د اقتصاد د ریاست له خوا د ښځو د غږ په نوم د یوې غیر دولتي موسسې د تړلو او بیا وروسته د طالبانو د اقتصاد د وزارت له خوا په ۱۴ ولایتونو کې ددغې موسسې د شتمنیو ضبط خبر ورکړی او ویلي دي، چې وروسته د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د ښځو د غږ موسسې سره یوې هوکړې ته ورسیدل که چیرې دا موسسه خپل نوم بدل کړي او نارینه مدیران وګماري نو خپل کار ته دوام ورکولی شي.

د ملکي وګروساتنه

یوناما وايي، چې په قصدي ډول بریدونه، چې د چاودیدونکو توکو په کې کار اخیستل شوی او ډیر یې د اسلامي دولت د خراسان ډلې ته منسوب شوي د فبرورۍ او اپریل ترمنځ د ملکي تلفاتو اصلي لامل و.

دا اداره وايي، په دې موده کې په دغسې پیښو کې لږ ترلږه ۱۳ تنه وژل شوي او ۶۶ تنه نور ټپیان شوي دي. یوناما په دغه راپور کې د مارچ په لومړۍ ورځ د خوست ولایت مرکز په یوهوټل کې چاودنې یادونه کړې او ویلي دي، چې په دې چاودنه کې یو پنځه کلن هلک وژل شوی او لس تنه سړي په کې ټپیان شوي دي.

په دغه راپور کې د مارچ په نهمه د بلخ د والي په دفتر کې د چاودنې، چې له امله ددغه ولایت لپاره د طالبانو والي داود مزمل ووژل شو هم یادونه شوې او هم کابل کې د بهرنیو چارو وزارت سره نږدې د یوې چاودنې په اړه په کې ویل شوي، چې په دغه چاودنه کې لږ ترلږه لس تنه وژل تنه وژل شوي او ۵۳ تنه نور ټپیان شوي و.

همداشان یوناما وايي، چې د فبرورۍ او اپریل میاشتو ترمنځ د ماینونواو ناچاودو توکو په چاودنو کې لږ ترلږه اته تنه وژل شوي او ۱۰۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پخواني دولت چارواکي او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه

یوناما وايي، له پخواني حکومت سره د تړاو لرونکو کسانو “صحرایې وژنې” روانې دي. د ملګروملتونو دغې ادارې د بیلګې په توګه ویلي، چې په کندهار کې د مارچ په پنځمه د طالبانو د امنیتي ځواکونو د پولیسو یو پخوانی سرتیری له خپل کور څخه ونیو او بیا یې په ډزو وژه.

همداشان یوناما ویلي، چې د مارچ په ۱۲ د بلخ په ولایت کې یو پخوانی پوځي چارواکی په خپل کور کې د ناپیژاندو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

یوناما د فبرورۍ او اپریل ترمنځ میاشتو کې د پخوانیو حکومتي چارواکو او د افغانستان د پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو خپلسر نیول او توقیف د دوام یادونه کړې او ویلي دي، چې یوناما د واکمنو چارواکو یوه بیلګه لیدلې، چې یو شمیر کسان یې د ملي مقاومت د جبهې سره د تړاوپه تور نیولي، چې د نیولو ډیر اقدامات د کابل او پنجشیر په ولایتونو کې شوي دي.

فزیکي سزا

یوناما د فبرورۍ او اپریل په میاشتو کې د طالبانو د محکمو له خوا په عام محضر کې د بدني سزاګانو د دوام یادونه کړې او ویلي دي، چې طالبانو په دغه موده کې د پکتیا د ولایت په مرکزکې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسانو ته د غلا، له کور څخه د تیښتې، غیر اخلاقي کړنو او په ټولنیزو رسنیو کې د فحشا د خپرولوپه تور بندیان کړي او په دُرو وهلي دي.

مدني فضا

یوناما په دغه راپور کې په افغانستان کې د مدني فضا د تنګیدو خبر ورکړی او ویلي دي، چې طالب چارواکي د مخالفو غږونو د غلي کولو لړۍ ته دوام ورکوي، په ځانګړي توګه هغه خلک نیسي، چې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبر ې کوي.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي ویلي، چې د فبرورۍ په ۱۱مه، په تالقان ښار کې، د پریسا مبارز په نوم د ښځو د حقونو یوه فعاله او ورور یې د پولیسو له خوا د نیولو وروسته د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست ته سپارل شوي و، چې په بند کې د یوې ورځې تیریدو وروسته بیرته خوشې شوي دي.

دغه راز یویوناما د مارچ په شپږمه او اتمه کابل کې د ښځو د لاریونونو پرمهال د طالبانو د ځواکونو د زوززیاتي او هم د مارچ د میاشتې په ۲۵ د ښځو د یوې ډلې له خوا د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره د لاریون یادونه کړې او ویلي دي، چې طالبانو امنیتي ساتونکو د لاریون وروسته ددغه لاریون کوونکو څلور ښځې ونیولې اوپه بند کې د یوې ورځې تیرولو وروسته یې بیرته خوشې کړې.

همداشان یوناما په دغه راپور کې د مارچ په ۲۷ د “قلم لارې” د ټولنې د مشر او د ښځو او نجونو د زده کړو د حقونو ملاتړي مطیع الله ویسا نیولو یادونه کړې او ویلي دي، چې د هغه د نیولو یوه ورځ وروسته د طالبانو امنیتي ساتوونکو د هغه کور وپلټه. یوناما ویلي،ویسا لا هم طالبانو سره په بند کې دی.

په دې راپور کې د مدني ټولنې د یو شمیر فعالانو د خوشې کیدو یادونه شوې او ویل شوي، چې یو شمیر فعالان پرته له دې، چې پرې کوم تور ولګول شي د طالبانو له بند څخه خوشې شوي دي. په دې راپور کې د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل او د ښځو د حقونو د یوې فعالې نرګس سادات، مدني فعال زکریا اصولي او د سلطان علي ضیايي د نیولو او د طالبانو په بند کې د څو اونیو د تیرولو وروسته د اپریل په میاشت کې د هغوی د خوشې کیدو یادونه شوې ده.

د زو رزیاتي استعمال

په دې راپور کې د طالبانو د ځواکونو له خوا د فاریاب په ولایت کې د اپریل په لسمه د پولیسو یوې پوستې سره نږدې په یوموټر باندې د ډزو، چې له امله د موټر درایور او په موټر کې سپور یو بل مسافر ووژل شو هم یادونه شوې او ویل شوي، چې پر دغه موټر د طالبانو امنیتي ساتوونکو هغه مهال ډزې وکړې، چې موټروان پوستې ته ونه درید.

همداشان په دې راپور کې د اپریل په لسمه ننګرهار په ولایت کې د کروندګرو او د طالبانو د امنیتي ساتوونکو ترمنځ د نښتې یادونه شوې او ویل شوي، چې کروندګرو د کوکنارو د اړولو د کمپاین پر مهال د طالبانو پر امنیتي ساتوونکو د ډبرو ګوزارونه وکړل، چې په مقابل کې یې طالبانو پر هغوی ډزې وکړې، چې له امله یې یو کروندګر ووژل شو او د یو هلک په ګډون څلورتنه نور ټپیان شو.

د رسنیو ازادي

یوناما وايي، واکمنو طالب چارواکو د فبروری او اپریل میاشتو ترمنځ د خپلواکو رسنیو د محدودولو لپاره نورګامونه اخیستي او د فبرورۍ په نهه د افغانستان د مخابراتو د تنظیم ادارې مخابراتي شبکو ته امر وکړ، چې امریکا غږ او ازادۍ راډیو ویب پاڼو ته د خلکو لاس رسی بند کړي.

د فبرورۍ په ۱۴ کابل کې امنیتي ځواکونو په یو تلویزیون چاپه وهله، د دفتر ودانۍ اود کارکوونکو موبایلونه یې وکتل اود دفتر موټر یې ضبط کړل. یوناما وايي ددې اقدام علت لا څرګند نه دی.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر وايي، چې د مارچ په میاشت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوټیوب چینلونومالکینولپاره یو نوی لارښود خپور کړ، چې له مخې یې دوی ته د فعالیت د جوازاخیستل حتمي دي او په هر دریو کلنو کې باید دولت ته ۴۰۰۰ مالیه ورکړي.

د یوناما په دغه راپور کې ویل شوي، چې د هلمند په ولایت کې د فبرورۍ په شلمه د ولایت مقام د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ د رسنیو کارکوونکو ته په شفاهي ډول لارښوونه وشوه، چې په دغه ولایت کې د هرډول غونډو څخه د فلم او عکسونو اخیستلو څخه دډه وکړي. یوناما وايي دا محدودیت د مارچ د میاشتې په درییمه بیرته لیرې شو.

یوناما وايي، چې د خبریالانو په خپلسر نیول او توقیف لا هم دوام لري په بغلان ولایت کې د استخباراتو عمومي ریاست مامورینود اپریل په پنځمه د رسنیو درې کارکوونکي دهغو راپورونو د خپرولوپه تور ونیول، چې پر واکمنوچارواکو یې نقد کړی و.

یوناما وايي بغلان کې نیول شوي ټول خبریالان یوه ورځ وروسته بیرته خوشې شوي دي.

د یوناما په دغه راپور کې د جنورۍ په میاشت کې د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او د ننګرهار په ولایت کې د یو سیمه یز خبریال خیرالله پرهرنیولو یادونه هم شوې ده. په داسې حال کې، چې ښاغلی پرهر له بند څخه خوشې شوی خو ښاغلی بهبودي لا هم د طالبانو سره په بند کې پاتې دی.

د طالبانو حکومت د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر دغه راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلی.

  • سرچینه: د امریکا غږ

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق