د قطر او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه ټلیفوني خبري کړې.
د قطر هیواد د بهرنیو چارو وزارت وایي چې محمد بن عبدالرحمن ال ثاني تېره ورځ له خپل امریکایي سیال انتوني بلېنکن سره د ټلیفوني اړیکې په مهال افغانستان کې د وروستیو مختګونو په تړاو خبري کړې.
یاد وزارت همدارنګه زیاته کړې چې د خبرو په مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د قطر د مرستو د ستایني سربېره د یادو مرستو په دوام ټینګار کړی دی.