خبرهای مرتبط

جمع

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

یوه افغان کډوال د اروپايي پارلمان د ۲۰۲۳ کال د ځوانانو جایزه ګټلې

یوه افغان کډوال د اروپايي پارلمان د ۲۰۲۳ کال د ځوانانو د شارلمَین “Charlemagne” جایزه تر لاسه کړې ده.

ابوبکر صدیق میاخېل چې له تېرو پنځو کلونو په بلجیم کې اوسېږي، د “علم” په نامه یې داسې یو اپلیکېشن یې جوړ کړی چې اروپا ته له راتلونکو کډوالو سره د انګلیسي او فرانسوي ژبې په زده کولو کې مرسته کوي.

ښاغلی میاخېل د بي بي سي سید ولي ناصر ته وویل، دغه جایزه یې ځکه ده ته ور کړې چې جوړ کړي اپلیکېشن یې اروپا ته د تلونکو کډوالو سره د ژبو په زدکړه کې ګټور تمام شوی دی:

“د علم اپلیکېشن کاروونکي کولی شي له نورو کاروونکو سره ګېم وکړي او د ګېم له لارې ژبه زده کړي او همدارنګه په دغه اپلیکېشن کې د خواله کړکۍ شته چې دوی کولی شي خپلې ستونزې او سوالونه پکې مطرح کړي چې موږ یې بیا ستونزې اړوند چارواکو سره شریکوو.”

هغه وايي، دمګړۍ یې د اپلیکېشن ډېری کاروونکي اروپا کې مېشت افغانان، اوکرایینان، د عرب خلیج او افریقايي هېوادونو کډوال دي.

ابوبکر صدیق میاخېل وايي، کله چې نور خلک د افغانستان او افغانانو په اړه فکر کوي، نو د هغو د ټیکنالوجۍ او نوښتونو په اړه فکر نه کوي، خو په کور دننه افغانستان او بهر کې ډېر داسې افغانان شته چې په دې برخه کې ډېره وړتیا لري.

ښاغلي میاخېل له بي بي سي سره خبرو کې په ځانګړي ډول کډوالو افغانانو ته پخپل پیغام کې وویل، افغانان په ژبني، کلتوري او استعدادونو برخه کې ډېر داسې څه لري چې نړۍ ته یې ښودلی او پرې ویاړلی شي: “ما چې نن دا جایزه تر لاسه کړه، دا د تعلیم برکت و، په ځانګړي ډول له کډوالو افغانانو غواړم زده کړې وکړي او خپل هېواد ته خدمت وکړي.”

د ابوبکر صدیق میاخېل د “علم” په نامه اپلیکېشن سږ کال د اروپا د ځوانانو شارلمین جایزې ته د نوماندو نوښتونو په ډله کې لومړی مقام ګټلی دی.

د شارلمین جایزه هر کال د اروپايي پارلمان د وکیلانو د یوه ژوري پلاوي له خوا د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ځوانانو ته چې عمرونه یې ۱۶ تر ۳۰ کلونو وي، د لومړي، دویم او درېیم مقام په کټګوریو کې ور کول کېږي.

  • پښتو بی بی سی

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق