خبرهای مرتبط

جمع

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

دانشجویان افغان از عدم تمدید روادید تحصیلی هند انتقاد کردند

همزمان با انتقاد دانشجویان هند از عدم تمدید روادید...

کاهش کمک‌ها و ابتلای سه میلیون کودک به سوءتغذیه در افغانستان

سازمان جهانی غذا با ابراز نگرانی از شرایط افغانستان...

د اسلام اباد عالي محکمې د عمران خان ضمانت د جون تر ۵ غځولی

په اسلام اباد کې عالي محکمې د پخواني‌ لومړي وزیر او تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په القادر ټرسټ قضیه کې ضمانت د جون تر پنځمې غځولی دی.

د ښاغلي خان وکیل غوښتنه کړې وه چې د جون تر اتمې د هغه ضمانت وغځوي خو محکمې ونه منله.‌

د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر مشر تور دی د القادر خیریه بنسټ په پیسو کې یې فساد کړی خو عمران خان دا ډول تورونه سیاسي بولي.

د پاکستان د احتساب ملي ادارې نېب دا تورونه پر عمران خان لګولي دي او د نوموړي مېرمن بشرا بي بي یې هم په کې شریکه بللې و. خو نېب اوس وايي د بشرا بي بي د نیول امر هې‍څکله نه دی شوی.

د اسلام اباد عالي محکمې عمران خان ته ویلي چې په درېیو ورځو کې فدرالي‌ محکمې ته حاضر شي.‌

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال وايي،‌ د مې له نهمې وروسته د عمران خان پرضد له پولیسو سره شپږ نوې قضیې ثبت شوې دي.

د مې پر نهمه د عمران له نیول کېدو وروسته،‌ د هغه زرګونه قهریدلي پلویان په کمساري ډول لارو کوڅو ته ووتل او ډېرې وېجاړۍ یې رامنځ ته کړې.

د محکمې په خونه کې عمران خان وویل اسټبلېشمېنټ (پوځ او استخباراتي ادارې) او حکومت یو دي. نوموړي یو ځل بیا وویل چې حکومتي چارې اسټبلېشمېنټ مخ ته وړي.

‎‎ښاغلي خان دوه ورځې وړاندې له بي بي سي په مرکه کې ویلي و، په دغه هېواد کې پوځ له اوو لسیزو راهېسې په مستقیم او یا هم غیرمستقیم ډول پر دې هېواد واکمن دی.

عمران خان دا هم ویلي و،‌ چې که “څوک فکر کوي چې پوځ په حکومتولۍ کې ښکېل نه دی، ځان غولوي.”

ښاغلي خان د محکمې د خونې په خبرو کې وویل چې استخباراتي او پوځي ادارې د تحریک انصاف ګوند غړي‌ او مشران ګواښي، پر کورونو یې چاپې وهي او د ځینو وېډیوګانو په ور ښودلو یې وېروي.

تېرو درېیو اوونیو کې، د تحریک انصاف ګڼ شمېر مشران او زرګونه غړي نیول شوي دي. ځینو مشرانو او وتلو څېرو دغه ګوند پرېښی دی، چې عمران خان وايي‌ په “زور د ګوند پرېښودو اړ کړل شوي دي.”

نوموړی وايي،‌ د ټاکنو او نورو مسایلو په اړه یې له حکومت او پوځ‌ سره خبرې روانې دي.‌ تحریک انصاف ګوند پر وخت د ټاکنو کېدل غواړي او ادعا کوي چې که ټاکنې وشي، ګټلی یې شي.‌

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق