خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر ډېر شوې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر واېې، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر یو ځل بیا لوړ شوی دی. یاد سازمان ویلي چې اوس په دغه هیواد کې د اړمنو کسانو شمیر ۲۸،۸میلیونو کسانو ته رسیدلی دی.

د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو په شمیر کي څو سوه زره نور کسان هم ور زیات شوي دي.

د دویچه‌وله په وینا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د دوشنبې په ورځ په جنیوا کې وویل چې د اړمنو کسانو ټولټال شمېر د جنورۍ په میاشت کې ۲۸،۳ میلیونه کسان وه خو اوس دا شمیر ۲۸،۸ میلیونه کسانو ته لوړ شوی دی.

په ملګرو ملتونو او مرستندویه موسسو کې د افغان ښځو پر کار کولو بندیز په دغه هېواد کې کړکېچ نور هم زیات کړی دی.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستو لپاره خپله پلان شوې بودیجه له ۴،۶ میلیارد ډالرو څخه ۳،۲ میلیارد ډالرو ته راټیټه کړه. د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې د طالبانو لخوا د لګول شویو بندیزونو له امله د خپل کار» عملیاتي شرایط بدلوي«.

د یاد سازمان د راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې د ناوړه وضعیت لرونکي بشري ناورین سره مخامخ هیواد دی.

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې کله چې طالبانو پر یاد بې وزله او بې ثباته هېواد واک ترلاسه کړ، د دویم ځل لپاره ېې سخت قوانین وضعه او په سیستماتیک ډول یې پر ښځو او نجونو د کار او زده کړو له امله پراخ محدودیتونه او فشارونه وضع کړل.

تر اوسه ملګرو ملتونو او هیڅ کوم بل هیواد د طالبانو حکومت د یوه مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه دي پیژندلي. خو بل لوري ته دغه سازمان د افغانستان له خلګو سره لاهم خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق