خبرهای مرتبط

جمع

آمار جان‌باخته‌گان سیل در فاریاب به ۶۶ نفر رسید

مسئولان محلی حکومت سرپرست در فاریاب می‌گویند که شمار...

اسپانیا تایید کړه چې درې وګړي یې د بامیانو برید کې وژل شوي دي

په افغانستان حکومت او بامیانو کې دوو سیمه‌ییزو سرچینو...

جنگ درفلسطین؛ معاون دبیر کل سازمان ملل: جهان راه خود را گُم کرده است

مارتین گریفیث، معاون امور بشردوستانۀ و هماهنگ‌کنندۀ کمک‌های اضطراری...

ملګرو ملتونو پر طالبانو غږ کړی چې د نړیوالو موسسو د زدکړې برخې فعالیتونو بندولو په تړاو له خپلې پرېکړې په شا شي

ملګرو ملتونو د زدکړې برخه کې د نړیوالو نادولتي بنسټونو پر فعالیت د طالبانو تازه بندیز یو بل خواشینوونکی شاتګ بللی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک خبریالانو ته ویلي، پر طالبانو غږ کوي چې د ټولو لپاره د زدکړې د حق خوندیتوب تضمین کړي. دا پرېکړه چې لا رسما له رسنیو سره نه ده شریکه شوې، وړمه ورځ په ډاګه شوه او له مخې یې د زدکړې برخه کې له نړیوالو بنسټونو غوښتل شوي چې یوه میاشت کې خپل فعالیت پای ته ورسوي.

له هغه وروسته چې د ماشومانو ملاتړې ادارې یونېسف پر نړیوالو ادارو وروستی بندیز په ژوره توګه خواشینونکی وباله، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټېفن دوجاریک ویلي، د طالبانو لخوا پر نړیوالو ناودولتي موسسو د تازه بندیز په هکله د دې سازمان استازي له طالب چارواکو سره خبرې کوي.

په ورځني خبري کنفرانس کې له ښاغلي دوجاریک څخه پوښتنه وشوه، چې د طالبانو دا نوی بندیز د ملګرو ملتونو لپاره څومره اندېښمنونکی دی او ایا کوم اعتراض یې کړی؟ هغه په ځواب کې وویل:

”که دا پرېکړه عملي شي، نو دا به د افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، ځوانانو او د هېواد د راتلونکي لپاره یو بل خواشینونکی شاتګ وي. کابل کې زموږ همکاران د چارسمبالې ادارې له چارواکو سره خبرې کوي. موږ غواړو پوه شو چې دقیقاً څه کېدونکي دي. تر اوسه په رسمي او لیکلې بڼه هېڅ نه دي ترلاسه شوي، چارواکو ته مو یو ځل بیا پیغام دا دی چې هرڅوک د زدکړې حق لري او موږ غواړو چې چارسمبالې ادارې د ماشومانو او ځوانانو لپاره د زدکړې د حق خوندیتوب تضمین کړي.”

د زدکړې په برخه کې پر نړیوالو موسسو تازه بندیز لا د طالبانو حکومت لخوا رسماً له رسنیو سره نه دی شریک شوی، بلکې یوازې دومره معلومه شوې چې ولایتونو کې د نړیوالو بنسټونو استازي غوښتل شوي او دا پرېکړه ورته اورول شوې ده.

بي بي سي پښتو ته د افغانستان په سویل کې لږ تر لږه دوو سرچینو منلې چې د طالبانو د پوهنې وزیر ورته امر کړی چې د معارف په برخه کې دې نړیوالې موسسې خپل فعالیتونه بند کړي.

دغه دوې سرچینې چې د طالبانو پوهنې وزیر په یوه انلاین غونډه کې یې هم برخه لرله وايي، د پوهنې ټولو ولایتي مشرانو ته امر شوی چې د پوهنې په برخه کې د نړیوالو موسسو څخه کورنیو بنسټونو ته وسپاري.

په افغانستان کې نژدې ۵۰۰ زره ماشومان چې عمرونه یې د شپږ او ۱۳ کلونو تر منځ دي او له دولتي ښونځیو پاتې شوي، په محلي ښوونځیو کې زدکړې کوي، چې له نیمايي زیاتې یې نجونې دي. د دې ښوونځیو لګښت او د ښوونکیو معاشونه د پاملرنې، ناروې او سویډن کمېټې په څېر ځینې نړیوال خیریه بنسټونه ورکوي.

د طالبانو پوهنې وزارت تر اوسه د خپلې دې پرېکړې په هکله څه نه دي ویلي، خو پر ټویټر یې له ولایتي مشرانو سره د انلاین ناستې خبر تائید کړی دی، خو په دې غونډه کې د شوي بحث په هکله یې جزیات نه دي په ډاګه کړي. هڅه مو وکړه د دې موضوع په هکله د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم ولرو، هغه که څه هم په دې هکله بي بي سي ته څه نه دي ویلي، خو له ځايي رسنیو سره یې په دې هکله خبرو کې ټینګار کړی چې مرستې باید د دوی له حکومت سره په ګډه تنظیم شي، چې د ده په وینا اغېز یې زیات شي.

د طالبانو دا پرېکړه او پر وړاندې یې غبرګونونه داسې مهال څرګندېږي چې د افغانستان بیارغاونې برخه کې د تفتیش امریکایۍ ادارې سیګار په وروستي رپوټ کې د زدکړو نادولتي ادارو په چارو کې د طالبانو له لاسوهنې پرده پورته شوې وه. سیګار د ملګرو ملتونو په حواله رپوټ ورکړی و چې له تېرې دسمبر میاشتې راهیسې دا لاسوهنه په ډراماتیکه توګه پراخې شوې.

رپوټ کې زیاته شوې وه، یوازې د روان کال جنورۍ میاشت کې د نادولتي ادارو په چارو کې د طالبانو د لاسوهنې ۱۳۳ موارد ثبت شوي، دې لړ کې یو کارکوونکی ټپي شوی او ۱۵ نور د طالبانو لخوا نیول شوي دي.

دغه راز طالبانو د یوه نادولتي بنسټ پلټنه کړې او په ۴۲ مواردو کې د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیول شوې ده. خو طالب چارواکو تل د ناودولتي بنسټونو په چارو کې د لاسوهنې خبره رد کړې ده.

  • سرچینه: پښتو بی بی سی

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق