خبرهای مرتبط

جمع

آمار جان‌باخته‌گان سیل در فاریاب به ۶۶ نفر رسید

مسئولان محلی حکومت سرپرست در فاریاب می‌گویند که شمار...

اسپانیا تایید کړه چې درې وګړي یې د بامیانو برید کې وژل شوي دي

په افغانستان حکومت او بامیانو کې دوو سیمه‌ییزو سرچینو...

جنگ درفلسطین؛ معاون دبیر کل سازمان ملل: جهان راه خود را گُم کرده است

مارتین گریفیث، معاون امور بشردوستانۀ و هماهنگ‌کنندۀ کمک‌های اضطراری...

طالبانو د القاعدې په هکله د بایدن خبرې د حقیقت درک بللي

طالبانو د امريکا د ولسمشر وروستیو خبرو ته يو ډول مثبت غبرګون ښودلی او هغه ېې د «حقیقت درک» بللي. بايدن د جمعې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وويل چې په افغانستان کې نور د القاعده شبکې ګواښ شتون نه لري.

بایدن د جمعې په ورځ د یو مطبوعاتي کنفرانس څخه د وتلو پر مهال د ېو خبریال له داسې یوې پوښتنې سره مخ شو چې آیا هغه په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د امریکايي قواو د ایستلو په تصمیم کې د تېروتنو مرتکب شوی دی؟

بایدن ېې په ځواب کې وويل: «نه، نه. ټول شواهد د بېرته راڅرګندېدو په حال کې دي. آیا تاسو په یاد لرئ چې ما د افغانستان په هکله څه ويل؟ ما ويل چې القاعده به نور هلته شتون ونه لري. ما وویل چې القاعده نور نباید هلته وي. ما وویل چې موږ به له طالبانو مرسته ترلاسه کړو.» بایدن د خپلو خبرو په ادامه وويل: «اوس څه پېښیږي؟ څه روان دي؟ خپلې رسنۍ مو مطالعه کړئ. زه په حقه وم.»

له بایدن څخه دغه پوښتنه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له یو راپور څخه چې د جمعې په ورځ خپور شو سرچينه اخلي. په دغه رپوټ کې راغلي چې له افغانستانه د امریکايي قواوو د ایستلو په تړاو د ولسمشر جو بایدن او د هغه د سلف دونالد ترمپ ټولو تصمیمونو، د بهرنیو چارو وزارت «له ډېرو ننګونو سره مخ کړی دی.»

په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، تر دې یوه ورځ وروسته، شنبه د جولای لومړۍ نيټه، د فرانس پرس په خبره، د بایدن دغو ګډو وډو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه ېې د حقیقت درک بللي دي. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «موږ د متحده ايالاتو د رئيس جمهور جو بايډن دا څرګندونې چې په افغانستان کې اوسمهال جنګي ډلې شتون نه لري د حقیقت درک بولو…»

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د طالبانو حکومت «د بنديزونو د څار ډلې هغه راپور تکذيبوي چې ګواکې په افغانستان کې تر شلو ډېري جنګي ډلې شتون او فعاليت لري.»

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په می میاشت کې په خپل یو رپوټ کې ويلي وو چې داسې نښې نښانې موجودې دي چې په افغانستان کې د القاعده شبکې په ګډون وسلوالې ډلې د بېرته جوړېدو په حال کې دي. په رپوټ کې زیاته شوې وه چې «د طالبانو اړېکې له دواړو ډلو؛ القاعده او تحریک طالبان پاکستان سره نژدې او غښتلې پاتې دي.»

اما په افغانستان کې د طالبانو مشران ټينګار کوي چې دوی هيڅ چاته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر خلاف وکارول شي او تر څنګ په افغانستان کې د القاعده شبکې د شتون ادعاوې هم ردوي.

طالبان همدارنګه تېر کال په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د یوې ډرون حملې په نتيجه کې د القاعده شبکې د مشر، ایمن الظواهري، وژنه هم نه مني او وايي چې په دې هکله د دوی څېړنې ادامه لري.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق