خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

د طالبانو حکومت؛ افغانستان ته د داعش مشرانو لېږد په اړه د ایران څرګندونې بې‌بنسټه دي

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یوه بیان په خپرولو سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر هغه ادعاوې له “حقیقته لېرې” بللي چې افغانستان ته یې له عراق، سوریې او لیبیا څخه د “اسلامي دولت” نومې ‘داعش’ ډلې د مشرانو لېږد په اړه کړې وې.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی دا څرګندونې ردوي او له حقیقته یې لېرې بولي.

د بي بي سي په وینا، دغه وزارت پخپله ټوېټر پاڼه د بیان له خپرولو سره لیکلي، امنیتي ځواکونو یې هم مخکې او هم اوس د داعش پر وړاندې منظمه او جدي مبارزه کړې.

له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په ایران کې رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د داعش مشران او ځينې وسله وال له عراق، سوریې او د لیبیا له ځينو برخو په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته کوچېدلي دي.

خو دا چې د داعش ډلې مشران څرنګه او له کومې لارې افغانستان ته تللي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر یې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، ” افغانستان له يادو عربي هېوادونو سره ګډه پوله نه لري، د دې‌ پر ځای چې په نورو مسوليت واچول شي، ښه داده چې هېوادونه د خپلو پولو د خونديتوب په برخه کې نړيوال مکلفيتونه ترسره کړي.”

وړاندې په بیان کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ایراني چارواکي دې د اندیښنو څرګندولو پر ځای له افغانستان سره په ښو اقتصادي، سیاستي او ټولنیزو اړیکو تمرکز وکړي.

په ورته مهال په کابل کې د طالبانو والي په امریکا تور پورې کړی چې د هغه په ټکو “امریکا په افغانستان کې د داعش له ډلې ملاتړ کوي.”

محمد قاسم خالد له یوه خصوصي تلویزون ‘طلوع’ سره په یوه مرکه کې ویلي، ‌”دوی داسې شواهد لري چې ښيي ، داعش د امریکا په لاس جوړه شوې ډله ده.”

په افغانستان کې پر واکمنو طالبانو ډېر وخت د وسله والو د ساتنې یا هلته دحضور په اړه نېوکې کېږي او په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول په ډېریدو دي.

په دې برخه کې له ایران ور ها خوا پاکستان هم خپلې اندېښنې بیا بیا ډاګیزه کړي او ادعا کوي چې پاکستاني طالبان له افغان خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي.‌

طالبانو سم لاسي دا اندیښنې رد کړي او بیا بیا یې ټینګار کړی چې هېچاته به د افغانستان له خاورې او پولو د ناوړه کړنو او ناامنیو خپرولو اجازه ورنکړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق