خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

بریتانیا خپله بهرنۍ مرسته کموي؛ پر افغانستان ۷۶ سلنه کمېږي

د بریتانیا حکومت وايي،‌ د هغو مرستو کچه کمه وي، چې بهرنیو هېوادونو کې یې د ماشومانو او ښځو د لاسنیوي ترڅنګ خیریه کارونه پرې کېدل.‌

د بریتانیا په حکومت کې وزیرانو ته خبرداری ورکړل شوی چې زرګونه میندې او ماشومان به د زیږون پر مهال د دغو مرستو د کمېدو له امله ومري.‌

د حکومت یوه کورنۍ ارزونه وايي، نږدې ۲۰۰ زره مېرمنې به په ناخوندي ډول خپل ماشومان لېرې کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، پر هغو هېوادونو چې اقتصاد یې کمزوری دی، د دوی بهرنۍ مرسته په دې موخه د “لنډمهال” لپاره کمه شوې چې پیسې سپما کړي،‌ خو وروسته به بېرته نژدې دوه برابره شي.

‌د بریتانیا حکومت د داخلي‌ اسنادو له مخې، پر افغانستان به ۷۶ سلنه مرسته کمه شي چې له امله به یې د نړۍ ځینې تر ټولو زیانمنونکې ښځې او نجونو به له مهمو خدمتونو بې برخې شي.‌

په یمن کې به د همدې مرستو د کمېدو له امله نږدې نیم میلیون ماشومانو او ښځې له روغتیايي خدمتون بې برخې شي.

د بهرنیو چارو وزارت په ارزونه کې راغلي‌، “پر افغانستان د ۷۶ سلنه مرستې کمېدو لپاره به ښځو او نجونو مهم خدمتونه ونه رسول شي.‌”

په ۲۰۲۲ کال کې بریتانیا له افغانستان سره نږدې ۲۸۶ میلیونه پونډه مرسته کړې وه چې تر ډېره د ملګرو ملتونو او نورو خیریه ټولنو له لارې په دغه هېواد کې لګول شوې ده.

په افغانستان کې د بریتانیا مرسته د بشري کومکونو تر څنګ په روغتیايي برخو کې هم لګول کېږي. پر دغو مرستو د افغانستان له نژدې۶۰ روغتونونو سره کومک کېږي.

د بریتانیا د مرستو یوه لویه برخه کې پاکستان کې هم پر بشري او روغتیايي برخه لګول کېږي.‌ پاکستان په اسیا کې یو له هغو هېوادونو دی چې د بریتانیا تر ټولو ډېره بهرنۍ مرسته تر لاسه کوي.

په ۲۰۲۲ کال کې د بریتانیا د بهرنۍ مرستو کچه څه باندې ۵ میلیارده پونډه وه.

د بریتانیا په بهرنیو چارو وزارت کې دا ارزونه د روان کال په پیل کې د دې لپاره شوې چې وزیران د مرستو د کمېدو له پرېکړې وړاندې خبری کړي.

‌د بریتانیا حکومت ډېر کله داسې رپوټونه نه خپروي چې د مرستو د کمېدو له امله یې اغېزې په کې په ډاګه شوې وي.‌ کله چې د بریتانیا لومړۍ وزیره تیریزمې وه، پر بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو یې محدودیت لګولی و چې د بهرنۍ مرستو له څلورو یوه برخه دې په بریتانیا کې په کور دننه پر کډوالو ولګوي.

له همدې امله د نړیوالو اصولو له مخې یو کډوال کولای شي په بریتانیا کې تر یو کال پاتې شي.‌

خو بریتانیا ته د کوچنیو کښتیو له لارې د ګڼ شمېر کډوالو راتلو له امله پر حکومت لګښتونه بیخي‌ ډېر شول.‌ نو حکومت ته له همدې امله په بهر کې مرستې لومړیتوب نه وو.‌

د دغو مرستو د کمېدو په پایله کې به په سوډان،‌ یمن او ګڼو نورو افریقا هېوادونو کې خلک په ځانګړې ډول ښځې او ماشومان ډېر اغېزمن شي.‌

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي،‌ د دې لپاره چې د مرستو کمښت د ډېر اغېز مخه ونیول شي، حکومت یې په نورو ځایونو کې هغه پیسې چې مصرف شوي نه دي،‌ روان کال ځینو بې وزله هېوادونو ته ورکوي.‌

انډریو مېجل چې د مرستو د بهرنۍ کمېټې مرستیال دی،‌ وايي‌ راتلونکی کال به بهرنۍ مرستې نژدې دوه برابره شي.‌ خو د حکومت مخالف ګوند وايي، د مرستو د کمېدو اغېز “خورا بد” دی.

د نړیوال پرمختګ د یوې ادارې مشر ګېډین رابینوټز وايي،‌ “بریتانیا باید د خپل نړیوال مسوولیت د ادا کولو لپاره بهرنۍ مرستې بېرته ډېرې کړي.”

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وايي،‌ حکومت به یې راتلونکی کال د بهرنیو مرستو کچه ۸ اعشاریه ۳ میلیارده پونډو ته لوړه کړي، چې تر ډېره به د زیانمنونکو ښځو او نجونو په ملاتړ او بشري کارونو ورټولې وي.

خو که هر څه وي، د دغو مرستو د کمېدو ډېر زیان په افغانستان او پاکستان کې هغوی ته رسېږي چې په ډېرو برخو کې پر دغو مرستو تکیه وو.‌

سرچینه: پښتو بي بي سي

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق