خبرهای مرتبط

جمع

بیش از یک میلیون بوتل سیرم از افغانستان به عراق صادر شد

یک شرکت دواسازی به نام میلی شفا، به ارزش...

تاکید سازمان همکاری اسلامی بر حق تحصیل زنان و دختران و ایجاد دولت فراگیر در افغانستان

پانزدهمین اجلاس سران کشورهای عضو سازمان همکاری اسلامی با...

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

کوټه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې دویمه چاودنه

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د یوې چاودنې له امله د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه شپږ تنه ټپیان شوي. دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کوټه کې دویمه چاودنه ده.

کوټه کې ځايي چارواکي وايي، په ټپيانو کې دوه پوليس هم شامل دي.دغه بمي چاودنه د ښار په لوی سړک شوې.

ویل کېږي چې ټپي شوې ښځې د سړک له غاړې د پاکستان بیرغونه پلورل. په ټپیانو کې یو رېکشا چلوونکی هم شته.

د پولیسو یو چارواکي ذوهیب محسن وايي، “موږ نشو ويلای چې دلته موخه رېکشا چلوونکی و، که پولیس.”

تېره شپه په کوټه کې د امنيتي ځواکونو پر پوسته هم د لاسي بم بريد شوی و چې دووه کسان په کې ژوبل شوي دي.

همدارنګه وړمه شپه د بلوچستان د کلات ولسوالۍ په منګاچر سيمه کې د وسله والو په بريد کې دووه امنيتي سرتېري وژل شوي وو.

بلخوا، د بلوچستان په تربت کې يو ښوونکی د “پېغمبر سنتو” ته د سپکاوي په تور وژل شوی.

ځايي خبریالان وايي، دغه ښوونکی عبدالروف نومېده، چې د تربت په یوه شخصي ښوونځي او د ژبو د زدکړې په یوه مرکز کې یې دنده لرله.

نوموړی هغه مهال د نامعلومو کسانو په ډزو ووژل شوی، چې يوې مذهبي جرګې ته روان و.

د ځايي خلکو په وينا، عبدالروف څلور ورځې وړاندې په ټولګي کې له لوستونکو سره د خبرو پر مهال “نامناسب کلمات کارولي وو.”

داسې ادعا کېږي چې نوموړي “د ږېرې په اړه ځینې څرګندونې کړې وې” چې ځینو ځايي خلکو سپکاوی بللی و.

د هغه د څرګندونو په اړه ځینې ځايي دیني عالمانو هغه مرکز ته شکایت کړی وه چې دغه ښوونکي په کې تدریس کاوه.

د خبریالانو په وینا، دغه ښوونکو د دیني عالمانو یوې ډلې ته ویلي و، چاته یې سپکاوی نه دی خو که څوک یې پر څرګندونو خواشیني شوي وي، “بښنه ترې غواړي.”

د پوليسو د څرګندونو له مخې تراوسه پورې د دغې پيښې قضيه نه ده ثبت شوې او په دې اړه نورې څيړنې روانې دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق