خبرهای مرتبط

جمع

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

ملګري ملتونه: افغانستان او نړۍ کې د ‘داعش’ او نورو وسله والو ډلو فعالیت او ګواښونه ډېر شوي

له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال امنیت شورا ته خپل رپوټ کې ویلي په افغانستان کې د (اسلامي دولت) نومې ‘داعش’ ډلې وړتیاوې او بریدونه زیات شوي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا نړیوال امنیت ته د ترهګرۍ لخوا د متوجه ګواښونو په اړه ناسته رابلل شوې وه.

غونډې ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو متلونو د عمومي منشي مرستیال ویلادیمیر وورونکوف د ‘اسلامي دولت’ نومې ډلې یا (داعش) ډلې د ګواښونو په اړه خپل اولسم رپوټ وړاندې کړ.

ښاغلي وورونکوف د ترهګرۍ پر وړاندې د څو اړخیزو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ او د دې ناورین د مخنیوي لپاره د غړو هیوادونو هڅې او ملاتړ اړین وباله.

د نوموړي د رپوټ یوه برخه هم افغانستان کې د داعش او نورو وسله والو ډلو فعالیت ته ځانګړې شوې وه.

په رپوټ کې راغلي چې له افریقا او نورو هېوادونو ورها خوا چې ‘داعش’ پکې پراخ فعالیت لري په افغانستان کې هم د داعش خراسان څانګې فعالیت او ګواښونه زیات شوي دي:

” له افریقا ور هاخوا د افغانستان وضعیت په زیاتېدونکې توګه پېچلی کېږي او ددې وېره شته هغه وسلې او پوځي تجهیزات چې د ترهګرو ډلو لاسته لوېدلي په یوه واقعي ګواښ بدلېدونکي دي. داسې رپوټونه دي چې د داعش خراسان څانګې پوځي وړتیاوې او بریدونه هم په طالبانو او هم په نړیوالو اهدافو زیات شوي په ځانګړي ډول ددې ډلې لخوا په نومول شوي خراسان ولایت کې.”

د رپوټ په بله برخه کې د داعش ترڅنګ د نورو ترهګرو ډلو فعالیت ته هم اشاره شوې او هلته هغه ننګونې یادې شوې چې د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي، په ځانګړي ډول د دوامداره پایښت او پراختیا نشتوال او ناوړه بشري وضعیت یې مهم یاد کړي دي.

پر دې سربېره په دې هېواد کې د نژدې شلو نورو مختلفو ترهګرو ډلو فعالیت او شتون سره لدې چې د طالبانو لخوا په جدي ډول ځپل کېږي، د دوامداره پایښت او پراختیا نشتوالی، او ناوړه بشري وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره د پام وړ ننګونې دي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو متلونو دې نوی رپوټ ته طالب واکمنو لا غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې ورته رپوټونه بې بنسټه بللې دي.

د ملګرو متلونو په دې نوي راپوټ کې یو شمېر افریقایي هیوادونه لکه مالي، بورکینا فاسو، نایجر، سوډان، کانګو او مصر یادونه شوې چې داعش او نور جنګیالۍ ډلې پکې فعالیت لري.

دارنګه سوریه، یمن، موزمبیک، عراق او ځينې نور هېوادونو ددې ډلو د فعالیت ساحې بللې شوې چې د ملګرو ملتونو په وینا یې نړیواله سوله او ټیکاو ګواښي او ورسره په نړۍ کې د سوکالۍ او پرمختګ او بشري حقونو د خوندیتوب او پلېتابه مخه نیسي.

په راپوټ کې وړاندیز شوی چې نړیواله ټولنه باید ددې ګواښونو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي او نړۍ له زیاتېدونکو ګواښونو وژغوري.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق