خبرهای مرتبط

جمع

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

کابل-جلال‌اباد لار؛ کوچنیو موټرو ته فرعي سړک جوړ شوی، خو خوندي نه دی

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د کابل او جلال اباد ترمنځ لویه لار لا هم په بشپړ ډول نه ده خلاصه شوې، خو د کوچنیو موټرو لپاره هغه ځای کې “فرعي‌ سړک” جوړ شوی چې ډبرې په کې را لوېدلې دي.‌

په بي بي سي په وینا، دغه لار یکشنبه په ماهیپر سیمه کې د غره ښوېدو له امله تړل شوې ده.‌ د دغه وزارت ویاند اشرف حق شناس بي بي سي ته وویل، دغه فرعي لار پرون (دوشنبه) ناوخته جوړه شوې خو وايي‌ لا هم له غرونو ډبرې را ښویېږي او د مسافرو د تګ راتګ لپاره خوندي نه ده.‌

نوموړي زیاتوي‌، د بار وړونکو موټرو لپاره لا هم اجازه نه ورکول کېږي‌ چې پر دغې فرعي‌ لارې تګ راتګ وکړي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي،‌ سره له دې چې یوه فرعي لار جوړه شوې خو ټینګار کوي چې مسافر دې د خوندیتابه لپاره نورې لارې وکاروي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د غټو موټرو له چلونکو غوښتي، تر هغې چې د ماهیپر بشپړه لار پرانیستل کېږي، باور وړونکي موټر دې د کاپیسا د تګاب او لته بند له لارو تګ راتګ وکړي.

بلال احمد حسن خیل چې تازه له همدغې فرعي‌ لارې له کابله جلال اباد ته تللی وايي،‌ ګڼ شمېر مسافر له بند شوي سړک یوې او بلې خوا ته پلي اوړي.

بلال احمد حفیظ الله معروف ته وویل،‌‌ په خپلو سترګو یې ولیدل چې “له غرونو لا هم ډبرې را پرېوتې.” نوموړی وايي، د دې شونتیا شته چې هر وخت پر مسافرو غر را وښویېږي.‌

په هغو وېډیوګانو کې چې بي بي سي‌ ته رسېدلې،‌ لیدل کېږي، ګڼ خلک د بند شوي‌ سړک دواړو خواوو ته ولاړ دي‌ او ورته ویل کېږي چې له “دې ځایه ولاړ شي.” ځینې په غرونو کې په کوچنیو پلیو لارو له بند شوي سړک یوه خوا او بله اوړي.

کابل- جلال اباد د ټرانزیټ او مسافرو لپاره مهمه لار بلل کېږي چې هر ورځ‌ پرې زرګونه مسافر او موټر تګ راتګ کوي.

د کابل او جلال اباد ترمنځ دویمه لاره چې د ننګرهار له سره رود او حصارک له ولسوالیو تېرېږي، په جمهوریت کې د ناامنیو له امله نیمګړې پاتې شوه.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق