خبرهای مرتبط

جمع

افغانستان په اسیايي سیالیو لومړی مډال وګاټه

د چين په هانګ ژو اسیایي سیالیو کې د تکواندو لوبډلې افغان لوبغاړي محسن رضایي نیمه پایلوبو ته په رسېدو سره افغانستان ته د دغو سیالیو لومړی مډال وګاټه.

د پښتو بي بي سي په وینا، که څه هم د محسن رضايي لاس په تېرو سیالیو کې مات شوی و خو وتوانېد چې خپل جاپاني او قزاقي سیالان مات کړي. په درېیمه لوبه کې یې د جنوبي کوریا له لوبغاړي او نړیوال اتل جانګ جون څخه په لږ توپیر ماته وخوړه او د برونزو یا ژېړو مډال یې خپل کړ.

ښاغلي رضايي تر سیالۍ وروسته ویلي، “درې میاشتې پرله پسې تمرینونه یې وکړل، چې بالاخره وتوانېد، مډال یې وګاټه او زیاتوي د مډال له رنګه خوښ نه دی او غوښتل یې د سپینو یا سرو زرو مډال وګټي، خو د لاس ګوته یې ماته وه، ځکه وتوانېد مخ ته ولاړ شي.”

له افغانستانه په ۱۵ ورزشي رشتو کې شاوخوا ۸۵ لوبغاړو په اسیايي سیالیو کې ګډون کړی دی. چې په هغو کې، اتلتیک، لامبو، سوک وهنې، جوجیستو، جودو، کورش، وزن پورته کولو، کراټې، پهلوانۍ، ووشو، تکواندو، رګبي، والیبال، کرېکټ او قایق چلونې لوبغاړي دي.

په دغو سیالیو کې تر ډېره سترګې بیا هم د تکواندو لوبډلې ته دي، ځکه د تکواندو رشتې لوبغاړي وړاندې تر دې په نړیوالو ډګرونو کې تر نورو ډېر ښه ځلېدلي دي. دوی له اسیايي او له المپيکي سیالیو مډالونه هم لري. دغه راز د وشوو او یو څه هم د کورش پر لوبډلې حساب کېږي چې وبه کولای شي ښه وځلېږي.

کرېکټ بله هغه لوبه ده چې تر نورو ډېرې سترګې ور اوړي او ښايي د تېر په څېر بیا هم لاس ته راوړنې ولري.

افغانستان له یوازې څو هېوادونو پرته نور په اسیا کې د کرېکټ په برخه کې تر ډېرو پیاوړی بلل کېږي، دا ځل هم تمه کېږي چې ښه به وځلېږي. افغانستان د دغو لوبو لپاره د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ لوبډله ټاکلې چې پکې ځینې تجربه لرونکي او ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکول شوی دی.

د چین په اسیایي لوبو کې د نارینه افغان ورزشکارانو تر څنګ ۱۷ ښځینه ورزشکارانې هم شاملې دي چې له افغانستانه بهر اوسېږي او د المپیک ملي کمېټې له خوا یې په دغو سیالیو کې د ګډون اجازه ترلاسه کړې ده.

اسټرالیا مېشتې کیمیا یوسفي د ۱۰۰ مترو منډې لوبغاړې، په ایټالیا کې اوسېدونکې دوه خويندې او د بایسکل ځغلونې ملي لوبډلې غړې یولدوز او فریبا هاشمي او همدارنګه د افغان ښځو والیبال ملي لوبډلې ۱۲ تنه لوبغاړې چې دا مهال په ایران کې اوسېږي، د ښځینه ورزشکارانو په ډله کې شاملې دي.

اسيايي لوبې يا اسيايي المپيک سيالۍ چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر له ۱۰مې تر ۲۵مې تر سره شي، د کورونا وبا له امله وځنډول شوې او بالاخره د شنبې په ورځ د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۲۳مه نېټه په رسمي توګه پرانيستل شوې.

ټاکل شوې دغه سیالۍ د اکټوبر میاشتې تر اتمې نېټې دوام وکړي.

له ۴۵ اسیايي هېوادونو څخه شاوخوا ۱۲۵۰۰ ورزشکوونکو په ۶۱ لوبو کې برخه پکې اخیستې ده.

په دغو سیالیو کې د ګټلو مډالونو د شمېر له مخې تر اوسه چین لومړی، جنوبي کوریا دویم او جاپان درېيم ځای لري.

افغانستان وړاندې تر دې په اسیايي سیالیو کې اووه ځله ګډون کړی و چې ټول یې ۱۱ مډالونه ترې لرل، څلور یې د سپینو زرو او اووه نور یې در ژېړو یا برونزو وو.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق