خبرهای مرتبط

جمع

افغانستان کې نیول شوي کسانو سره دي قانوني او طبي مرستي وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د جمعې په ورځ ویلې، په دغه هیواد کې دوه ښځینه فعالانې او د هغوی د کورنیو غړي نیول شوي دي او په ټوله کې دا نیول یې “ژوره خواشینونکې” وبلله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په یوه بیان کې ویلي، ندا پرواني او ژولیا پارسي له تېرو لسو ورځو راهیسې بندیانې دي او ددغه  هېواد له واکمنانو یې غوښتي، چې دغه نیول شویو کسانو ته قانوني او طبي مرستې ورسوي.

یوناما په یاد بیان کې ویلې، “کوم کسان چې د بیان آزادۍ او د نظر آزادۍ څخه کار اخلي او یا هم د خپلو حقونو د غوښتلو له پاره هڅه کوي نیول کیږي چې دا په ټوله کې ډیره ژوره اندیښنه راپارولې ده، او د افغانستان د بشري حقونو د نړیوالو مکلفیتونو خلاف کار دی. “

د طالبانو چارواکو په دې اړه سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنیدو سره سم دغو واکمنانو د اسلامي قانون سخت دریځه تفسیر رامینځته کړی چې په ټوله کې یې ښځې له عامه ژوند څخه ایستلي دي.

مانا دا چې نجونې او ښځې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه منع شوي او په زرګونو نجوڼو خپلې دولتي دندې له لاسه ورکړي او په کور کې د پاتې کیدو لپاره پیسې ورکول کیږي. نه یوازي دا په دغه هیواد کې ورځ تر بلې د ښځو د ژوند چارې سختیږي او له بیلا بیلو بندیزونو سره مخ دي، تر دې ځایه چې د طالبانو له خوا پر ښځو په وروستۍ وضع شوي فرمان کې ښځې او نجوني نور نشي کولی پارکونو ته لاړې  شي.

ددې تر څنګ یوناما په خپله اعلامیه کې د درې نورو خبریالانو او فعالانو د توقیف خبره هم کړې ده، یاد کسان د ښځو د پوهني فعال مطیع الله ویسا، خبریال مرتضا بهبودي او پوهاند رسول پارسي دي چې له میاشتو راهیسيد طالبانو له خوا نیول شوي او په اړه یې د هیڅ ډول معلوماتو څرک نشته دی.

“یوناما په حقیقت کې د طالب چارواکو څخه غوښتنه کوي چې خپلسري نیوني او توقیفونه ودروي او ډاډ ترلاسه کړي چې ټول توقیف شوي کسان کورنیو، وکیلانو او طبي پاملرنې ته لاسرسی لري او د عادلانه محاکمې له حقونو محروم نه دي.”

سرچینه: دوچه وله

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق