خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

هرات کې زلزله؛ ۱۵تنه وژل شوي او ۴۰ تنه ټپیان دي

د طالبانو حکومت وايي، د هرات زلزلې له کبله لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او د مرګ ژوبلې د لوړېدو وېره شته ده.

د پښتو بي بي سي په وینا، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق وايي: “د زنده جان ولسوالۍ کې ۱۵ تنه شهیدان لرو او تر ۴۰ کسانو پورې ټپیان لرو چې دا لومړنۍ شمېرې دي. ممکن دا شمېرې لوړې شي. “

نوموړي د فراه او بادغیس ولایتونو په اړه وویل، چې ځینې ودانۍ ورانې شوې خو د سر زیان په اړه لا معلومات نه دي ثبت شوي.

د افغانستان په وخت نن شنبه (۰۷/۱۰/۲۰۲۳) سهار شاوخوا یولس بجې یوې زورورې زلزلې د دې هېواد لویدیځي برخې لړزولې دي.

له لومړي ټکان ۳۰ دقیقې وروسته بله زلزله هم شوې، چې مرکز یې هرات ته نژدې ښودل شوی دی. په ځینو انځورونو کې لیدل کېږي چې ګڼ شمېر خلک له لوړ پوړو ودانیو کوڅو ته وتلي دي.

د امریکا د جیولوجۍ مرکز د دغې زلزلې شدت ۶.۳ اعلان کړی، چې مرکز یې د هرات ښار لوېدیځ ته په ۴۰ کیلومترۍ کې د زنده جان په سیمه کې ښودل شویاو ورپسې ۵.۵، ۴.۷، ۶.۲، درجو کې نور درې ټکانونه هم حس شوي دي.‌

د امریکا د جیولوجۍ مرکز د لومړیو معلومات پر بنسټ داسې، اټکل کېږي چې د سر او مال زیان به اوښتی وي.

هرات کې د فرانسې د خبري‌ اژانس خبریال وايي، نن سهار یولس بجې کله چې لومړی زلزله وشوه،‌ د سیمې اوسېدونکي او د دوکانونو کار کوونکي له خپلو ودانیو سرکونو ته را ووتل.

لکن په ټولنیزو شبکو کې د ودانیو د زیانونو انځورونه خپاره شوي دي.

دغه خبريال وايي: ” خلک اندېښنې او وېرې اخیستې دي. ښځې، نارینه او ماشومان ټول له خپلو کورونو وتلي دي. او هېڅوک نه غواړي د زلزلې له ویرې ودانیو ته دننه شي. “

د ۶ اعشاریه ۲ درجې زلزله کولی شي ښارونو ته پراخه زیان واړوي. په افغانستان کې د خټو کورونه د زلزلې پر وړاندې ډېر زیان منوننکي دي.

هرات د ایران له پولې څخه په ۱۲۰ کیلومترۍ کې پروت دی. دا ښار د ۲۰۱۹ کال دشمېرو له مخې له دوه میلیونه ډیر نفوس لري.

هرات ښار د افغانستان درېیم ډېر نفوس لرونکی ښار ګڼل کېږي.د تېر کال په جون میاشت کې ۵.۹ درجې زلزلې د افغانستان لویډیځ لړزولی و.

هغه مهال یاده زلزله یوه خونړۍ زلزله بلل شوې وه، چې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان یې ووژل. افغانستان د زلزلې په کمربند کې پروت دی، او د هندوکش غرونو له کبله هالته دا ډول زلزلې زیاتې پېښیږي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق