خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

د هرات زلزله؛ “لا هم مړي تر کنډوالو لاندې دي، ۳۰۰ جنازې نن خاورې ته سپارل شوې”

د افغانستان په لوېدیځ کې د زلزله ځپلو لپاره د طالبانو حکومت د مرستې رسونې کمیسیون وايي، لا هم په هرات کې تر خاورو لاندې ګڼ مړي پراته دي.

د دې کمېسیون غړي او ویاند احمدالله متقي بي بي سي ته وويل، د مرګژوبلې په اړه لومړۍ شمېرې سمې نه وې خو وايي په دغه زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۰۰۰ اوښتی دی.

پرون د طالبانو حکومت چارواکو بي بي بي سي ته ویلي وو، چې زلزله کې شاوخوا دوه نیم زره کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

نوموړی وايي، د وژل شویو کسانو کره شمېره ځکه نه مالومېږي چې اوس هم ګڼ شمېر قربانیان تر کنډوالو لاندې دي او د را ایستلو چارې یې روانې دي.

د طالبانو د دغه چارواکي په وینا، یوازې نن (دوشنبه) شاوخوا ۳۰۰ مړي خاورو ته سپارل شوي دي.

ښاغلی متقي وايي “د مړو را ایستلو بهیر روان دی، نو ځکه یې کره شمېر نه شو په ډاګه کولای. خو اوس دومره ویلی شو چې د وژل شویو شمېر له ۱۰۰۰ لوړ دی.”

د دغه طالب چارواکي په وینا، څه باندې ۲۰۰۰ کسان په زلزله کې ټپیان شوي او اوس په روغتونونو کې تر درمنلې لاندې دي.

د ربوټونو له مخې په دغه زلزله کې ۱۳۰۰ کورونه په بشپړ ډول وېجاړ شوي دي

سرچینه: پښتو بي بي سي

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق