خبرهای مرتبط

جمع

بیش از یک میلیون بوتل سیرم از افغانستان به عراق صادر شد

یک شرکت دواسازی به نام میلی شفا، به ارزش...

تاکید سازمان همکاری اسلامی بر حق تحصیل زنان و دختران و ایجاد دولت فراگیر در افغانستان

پانزدهمین اجلاس سران کشورهای عضو سازمان همکاری اسلامی با...

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

سراج الدین حقاني: محتسبان دې خلک له نظام او اسلام نه زړه توري کوي

د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي د امر باالمعروف او نهي عن المنكر محتسبین دې خلک له نظام او اسلام نه زړه توري کوي.

ښاغلي حقاني چې تېره ورځ يې کابل کې د دیني عالمانو او عامو خلکو استازو ته خبرې کولې وویل واک ته له رسېدو مخکې دوی ځکه په خپلو بریدونو او کړنو کې سختي کوله چې د ده په ټکو وطن یې باید ازاد کړی وی خو وایي اوس دې خلک نه ورنه ویریږي.

په همدې ناسته کې د کابل د ګذر وکیلانو استازي بیا وویل چې ځینو چارواکو د خلکو په مخ دروازې تړلې او د طالبانو د لیکو ځینې سرتيري له خلکو سره بد چلند کوي.

د کابل د ګذر وکیلانو مشر ببرک ساپي دلته د طالبانو حکومت د مشرانو په حضور کې شکایت وکړ “ځینې کسان چې له فتحې وروسته امارت (د طالبانو حکومت) سره یو ځای شوي، په ولس ډېر کبر او غرور کوي، ولس وېروي.”

نوموړی وایي سره له دې چې دوی د طالبانو له امارت سره بیعت کړی خو یو شمیر چارواکو یې د ده په خبره پر مخ دروازې تړلې او نشي کولی چې خپل شکایتونه ور ورسوي.

هغه وویل که څوک یوې حوزې، وزارت، یا بل ځای ته د شکایت لپاره ورشي، ورته وایي “رابطه وکړه، خو د رابطې لپاره نه تلېفون شته، نه شمېره او نه هم قبلي شناخت”.

ښاغلي ساپي دا خبرې د طالبانو حکومت په کې د امر باالمعروف او نهي او عند المنکر او شکایتونو اوریدو وزارت لخوا د دیني عالمانو، محتسیبنو او بیلا بیلو صنفي ډلو استازو په هغه غونډه کې کړې چې تېره ورځ په کابل کې د لویې جرګې خیمه کې رابلل شوې وه.

د دغه وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي په دې ناسته کې یو ځل بیا د حجاب پر مراعاتولو ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د ده په ټکو د بې حجابۍ په مخنیوي کې ورسره همکاري وکړي.

ښاغلي حنفي وویل تر اوسه دوی یوازې د فرایضو په مراعتولو او په ځینو برخو کې د محرماتو په مخنیوي بریالي شوي خو لا هم ډېر کار ورته پاتې دی

په افغانستان کې د امر باالمعروف او نهي او عن المنکر چاره د ځانګړو محتسبینو لخوا په مخ وړل کیږي.

خو په ځینو سیمو کې د دغو محتسبانو له چلنده شکایتونه کېږي او په خواله رسنیو هم وخت ناوخت د دوی د سخت چلند ویډیوګانې خپرېږي.

دلته بیا پخپله د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی سراج الدین حقاني ټینګار وکړ چې محتسبان باید له خلکو سره نرم چلن وکړي او زور زیاتي ته مخه نه کړي.

هغه وویل دا ډول بې ځایه زور وهنې ټولنه او نظام بدناموي.

ښاغلي حقاني وویل “دغه وېره او وهم او تشویشونه چې موجود دي، دا به لمنځه ځي… دغه بې ځایه زورونه چې موږ یې په داسې کارو باندې کوو چې خپله جامعه بدناوو، خپل دین بدناوو، دا ډېر لوی خیانت او جفا ده.”

د طالبانو حکومت له بیا واکمنیدو راهیسې په افغانستان کې یو لړ ټولنیز بندیزونه لګولي چې له امله یې له ډېرو نیوکو سره هم مخامخ دي.

په دغو محدودیتونو کې تر ټولو مهم چې ډېرې نیوکې پرې کېږي، د ښځو پر کار او زدکړو بندیز دی.

طالبان دا محدودیت لنډمهالی بولي خو افغان میرمنې او نجونې وایي د بندیزونو په دې واکمنۍ کې یې دریم کال هم په تېرېدو دی خو لا یې د لوموړنیو بنسټیزو حقونو برخلیک نه دی مالوم شوی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق