خبرهای مرتبط

جمع

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

کندهار او هلمند کې شپږ میاشتې وروسته هم د تړل شویو سیمه ییزو ټولګیو برخلیک معلوم نه دی

کندهار او هلمند کې د شپږو میاشتو له تېریدو وروسته لا هم د هغو سلګونو محلي ټولګیو برخلیک روښانه نه د، چې په افغانستان کې د طالبانو د پوهني وزارت یې فعالیت له دې کبله ځنډولی چې “تحقیق او د اختلافي مواردو حلول”بولي.

د پښتو بي بي سي په وینا، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د روان کال اپریل پر ۱۶ نېټه د کندهار او هلمند د پوهنې ریاستونو ته لارښوونه وکړه، چې په خپلو ولایتونو کې د موسساتو ښوونیز پروګرامونه په “موقت ډول” وځنډوي.

د یاد وزارت لخوا په یوه صادر شوي مکتوب کې راغلي و، چې دا ګام یې د هغه څه له پاره چې”تحقیق او د اختلافي مسایلو حل” یې بللی اخیستی دی.

د پوهنې وزارت په دې تړاو چې د اختلافي مسائلو په اړه یې پلټنې کوم ځای ته رسېدلې، له رسنیو سره له غږېدو ډډه کوي، خو یو شمېر سرچینو د طالبانو د حکومت د پوهني د چارواکو له خولې بي بي سي ته ویلي، چې دا ټولګي په کلیوالي سیمو کې د بې اتفاقۍ لامل شوې وې، ځکه یې مشرتابه د بندېدو امر کړی و .

دغه سرچینې وايي محلي یا سیمه يیزو ټولګیو ته د نجونو او هلکانو پراخ ورتګ، ځینو مدارسو کي ددغه ډول ټولګیو پرانیستل او د ځینو ترې بې برخي پاته کېدل ددې لامل شو، چې د یو شمېر مدرسو مشران شکایت وکړي.

دغه محلي ټولګي تر ډېره په هغو سیمو کې فعال وو چې دولتي ښوونځي پکې نه شته او زرګونو ماشومانو پکې زدکړې کولې.

د کندهار مېوند هغه ولسوالي ده، چې له شلو کلونو وروسته د ماشومانو پر وړاندي د پوهني ورونه پرانېستل شول او په نژدې ټولو کلیو کې د یونیسیف په مالي او تخنیکي مرسته محلي ټولګي فعال شو.

اوس ددغې ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي اندېښنه ښي، چې د پوهني یوازینۍ لاره هم ددوي د ماشومانو پر وړاندي وتړل شوه.

یونیسیف دغه پروګرام د اسیا پرمختیایې بانک، نړیوال بانک او اروپایې ټولنې په مالي مرسته د همکارو نادولتي موسسو له لارې په منظم ډول هغو نجونو او هلکانو ته د لومړنیو زدکړې فرصت برابر کړی، چې له ښوونځیو د لېرې واټن، بې وزلۍ او ټولنیزو محدودیتونو له امله له زدکړو بې برخې پاتې وي.

یونیسیف همداراز د یو شمېر نورو مرسته کوونکو ادارو په ملاتړ په دې ټولګیو کې د ماشومانو د هڅوني لپاره غوړي او ځیني نور توکي هم وېشل.

په کندهار کې ددغه ډول ټولګيو شمېر نژدې ۱۴ سوه ته رسېد، چې شاوخوا ۴۰ زره ماشومانو ته د ۱۴۰۰ ښوونکو له خوا درسونه ورکول کېدل.

ویل کېږي، چې په همدومره اندازه په هلمند کې هم فعال وو.

اوسمهال د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې نژدې اتلس زره محلي ټولګي شته چې پکې څه باندې ۵۶۶ زره ماشومان چې ډېر شمېر یې د نجونو دی لومړنۍ زدکړې کوي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف د روان کال په پیل کې ویلي و، غواړي ددغه ټولګیو شمېر د روان میلادي کال تر پایه ۲۱ زرو ته لوړ کړو .

خو یو میاشت وړاندي د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر ‘اوچا’ وویل چې د زدکړو په برخه کې د ناکافي بودیجې له کبله به په افغانستان کې ۲۸۰۰ محلي یا سیمه ییز ټولګي وتړل شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق