خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

بريتانيا يوه ډله افغانان له پاکستان څخه انتقال کړل

د یادو افغانانو ۱۳۲کسیزه ډله تیره ورځ په یو ځانګړې الوتنه کي بريتانیا ته روانه سوه. په دې ډله کي هغه کسان شامل دي، چي د طالبانو په خلاف يې د ګډو ځواکونو ملاتړ کړی دی.د دویچه وله په وینا، تر دوه کاله ډېر وخت کیږي چي طالبان پر کابل واکمن سوي دي او د دوی له واکمنۍ سره یوشمېر افغانان بريتانيا ته د تګ په موخه له افغانستان څخه پاکستان ته تللي چي اوس بريتانيا د دغو افغانانو د ایستلو لړۍ شروع کړه.

دا هغه کسان دي چي د نړيوالو ځواکونو په ملاتړ يې د طالبانو پر وړاندي جګړه کوله او پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره سم پاکستان ته ولاړل.

د دغو افغانانو شمېر۳۰۰۰ کسانو ته رسیږي چي بريتانیا ورسره د اوسیدو د اسانتیاوو چمتو کولو ژمنه کړې وه، مګر له تیرو دوو کلونو راهیسي  په پاکستانکي په سختو حالاتو کي ژوند کوي.

دغو کسانو ته د پناه ورکولو موضوع وروسته له هغه د بريتانيا حکومت ته سرخوږی جوړ کړی، چي د دوو افغان کډوالو، چي د بیا مېشتېدني پر شرایطو سم ول، د لندن په یوې محکمه کي خپله دوسیه پرانیستله.

د دې دوسیې له پرانیستلو وروسته بريتانیا مجبوره سوه چي د یادو کسانو د راایستلو لړۍ ګړندۍ کړي.

د پنجشنبې په ورځ ماپښین مهال په یوې چارټر الوتکه کي ۱۳۲ افغان کډوال د اسلام اباد هوايي ډګر څخه د لندن پر خواو روان سول، په دغه وخت کي هوايي ډګر کي امنیتي تدابیر نیول سوي ول. لندن ته په تلونکو کسانو کي ښځي او کوچنیان هم شامل ول.تردې وړاندي د بريتانيا یو پلاوي د پاکستان د هوايي چلند له ادارې سره لیدلي او په ځانګړو الوتنو کي يې د افغان کډوالو پر لېږلو له یواوبل سره خبري اتري هم کړې وې.

د هوايي چلند یو مسؤل وايي، چي د ټولو افغان کډوالو د لېږد بهیر به د ډسمبر میاشتي تر نیمايي پوري بشپړ سي، له اسلام آباد هوايي ډګر څخه به په اونۍ کي یوه یا دوې چارټر الوتکي کډوال لېږي.

افغان پناه غوښتونکي له بنسټیزو حقونو څخه بې برخي دي

کومو افغانانو چي په پاکستان کي د لنډ وخت له پاره پنا اخیستې ده، په دې ډله کي له بريتانوي پوځ سره پر مخکنیو ژباړنانو سربېره د بريتانيا په سفارت کي کارکوونکي هم شامل دي.

د بريتانیا د حکومت د شمېرو له مخي ټول نارینه، ښځي کوچنیان، چي تعداد يې ۳۲۵۰ کسان دي، په اسلام اباد کي په لنډمهالو ځایونو کي اوسي.

دغه کسان د ۲۰۲۱م کال د اګسټ میاشتي راهیسي بريتانيا ته د تګ په انتظار دي، چي تردې مهاله د بريتانيا په مرسته په هوټلونو کي اوسي.

په دې کي ډېری کسان داسي دي، چي په قانوني ډول په پاکستان کي د اوسېدلو اجازه نه لري او د هغوی اولادونه د سندونو د نه درلودولو له امله زده کړو ته لاسرسی هم نه لري.

د بريتانيا یو دولتي چارواکي وویل: «بريتانيا په افغانستان کي تر خطر لاندي کسانو د مرستي له پاره یوسخاوتمندانه هوډ او ژمنه کړې ده، د دغوافغانانو سره پر خپله ژمنه کلک ولاړ یوو، ترکوم ځایه چي امکان ولري یاد کسان به له راتګ سره سم مستقیم د خپل اوسیدو ځایونو ته ولېږدول سي.»

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق