خبرهای مرتبط

جمع

آلمان په پاکستان کې مېشتو کومو افغان مهاجرو سره مرسته کوي؟

آلمان غواړي له خطر سره مخ هغو افغانانو سره چې آلمان ته د راوښکلو ژمنه ېې ورسره کړې او اوس په پاکستان کې د اخراج له خطر سره مخ دي، مرسته وکړي، تر څو له پاکستانه ووځي. آلمان د افغانانو د منلو پروګرام بشپړ نه دی عملي کړي.

د دویچه وله په وینا، د آلمان فدرالي حکومت ته نژدې کړيو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر ۲۸مه) وويل چې هغوی دپاکستان حکومت سره کار کوي تر څو هغو افغانانو سره چې د فدرالي آلمان د منلو پروګرام پر شرایطو برابر دي او تر مخه ورسره د مرستې ژمنه شوې وه، همکاري وکړي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ په يوه برخه کې د آلمان د فدرالي حکومت د کړيو له قوله ويل شوي: «د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره په نژدې اړېکه کې دی او هغو زیانمنېدونکو افغانانو له پاره چې د آلمان د منلو په فدرالي پروګرام کې شامل دي، د یوې حل لارې پر موندلو کار کوي. موږ له هغو کسانو چې له پاکستانه د اخراج له خطر سره مخ دي، ملاتړ کوو.»

د پاکستان حکومت په وروستيو کې اعلان کړی چې هغه افغان مهاجر به له خپلې خاورې وباسي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. پاکستان په دغو شرایطو برابر افغانانو ته د اکتوبر میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي. د اکتوبر تر میاشتې اوس یوازې دوه ورځې پاتې دي.

د پاکستان حکومت د معلوماتو پر اساس، حاضر وخت په پاکستان کې شاوخوا ۴ اعشاريه ۴ ميلیونه افغانان ژوند کوي چې له دې ډلې ۱ اعشاريه ۷ ميلیونه ېې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت پر اساس، هغه افغانان چې په ځانګړې توګه زیانمېدونکي دي، کولی شي د فدرالي آلمان د منلو پروګرام له لارې آلمان ته راشي.

د منلو دغه پروګرام له هغو افرادو ملاتړ کوي چې دبشر حقونو څخه د دفاع، عدالت، سیاست، رسنيو، روزنې، فرهنګ او ورزش په برخو کې د خپلو کړو فعالیتونو په خاطر اوس له ګواښ سره مخ وي.

د آلمان د منلو فدرالي پروګرام د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر میاشت کې په لاره واچول شو. د دغه پروګرام ځينې برخې د ۲۰۲۳م کال په مارچ میاشت کې په کاري بهير کې د شک او د ناوړه استفادې د احتمال په دلیل، د تعلیق په حالت کې راغلې، خو دغه پروګرام د همدې کال د جون میاشتې په وروستیو کې بېرته له سره پیل شو.

ويل کيږي چې تر اوسه د دغه پروګرام له لارې ۶۰۰ کسان آلمان ته د سفر کولو په شرایطو برابر پېژندل شوي دي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له دغې ډلې یوازې ۱۳ تنه آلمان ته انتقال شوي دي.

حاضر وخت په سلونو افغانان آلمان ته د انتقال په هيله په پاکستان کې په خورا بد وضعیت کې د انتظار ژوند تېروي.

آلمان ته په لوړ شمېر کې تازه وارد شوو مهاجرو ته په کتو، اوس د آلمان مسيحي دموکرات او د بایرین مسیحي سوسیال اتحادي ګوندونو غوښتنه کړې چې د افغانستان د منلو پروګرام دې ودرول شي. خو د فدرالي آلمان د کورنيو چارو وزېرې، نانسي فيزر، تېره اوونۍ ټينګار وکړ چې دغه پروګرام «لغوه شوی نه دی»، خو «له افغانستانه د خلکو په راېستلو کې واقعي ستونزې موجودې دي.»

د رسمي معلوماتو پر اساس، په افغانستان کې دطالبانو د بیا واکمنېدو راوروسته، شاوخوا ۳۰ زره زیانمنېدونکي افغانان په آلمان کې منل شوي دي. په دغو افرادو کې ۱۹۳۰۰ ېې پخواني محلي کارمندان دي چې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د حضور پر وخت ېې له آلماني بنسټونو سره کار کاوه.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق