خبرهای مرتبط

جمع

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

د پښتونخوا له کمپه تر کابله؛ فکر مو کاوه هر څه ختم شول خو افغانستان کې مو ژوند وغوړېد

له نن نه شاوخوا اتلس کاله وړاندې په ۲۰۰۵ کې د زرګونه افغانانو په منځ کې زما کورنۍ هم لکه د اوسنيو کډوالو په لارۍ کې بار او له پاکستانه خپل هېواد افغانستان ته ستنېدله. له چا ښه کاروبارونه، جایدادونه او نیم کې زدکړې پاتې کېدلې او راتلونکی ورته نامالوم ښکارېده. چا په تيت و پرک کېدونکو اشنایانو پسې زړونه اچولي وو او څوک هلته په هغو ډاګونو او لارو ګودرو پسې زړه ماتي وو چې د کډوالۍ د ژوند خوږې ترخې خاطرې یې ورپورې تړلې وې.

چا هم دې ته زړه خوړ چې وطن کې ځمکه یا جایداد نه لري او نه هم کاروبار، نو له صفره به بېرته هلته څنګه ژوند پیلوي؟ خو ځينې خوښ وو چې خپل هېواد ته روان دي او نور به د “مهاجر” په نوم له “سپک” یا توپيري چلند سره نه مخ کېږي.

اوس شاوخوا دوه لسيزې وروسته یو ځل بیا له پاکستانه د افغان کډوالو کډې له ورته اندېښنو سره روانې دي. خو خپل هېواد ته زموږ غوندې پخوا د ستنو شويو تجربې څه وې؟

سخته پرېکړه

په ۲۰۰۱ کې چې امریکا د طالبانو واکمني نسکوره او د حامد کرزي په مشرۍ حکومت جوړ شو، نو کال وروسته د ۲۰۰۲ په مارچ میاشت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مرسته له ګاونډيو هېوادونو خپل هېواد ته د افغانانو د ستنولو بهیر پیل شو.

د دغه سازمان د ۲۰۰۷ کال رپوټ له مخې، له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۷مه دغه سازمان له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د څه باندې څلور میلیونه افغان کډوالو په ستنولو کې مرسته وکړه.

موږ هغه مهال د پښتنخوا قبایلي سیمې کورمې اېجنسۍ اړوند پاړاچنار او په ۱۹۹۶ کې هلته د ‘شیعه او سني’ جګړو له کبله د صدې کارخانو کمپ ته کډه شوي وو. دا د افغانستان اریوب ځاځي ولسوالۍ په شپېته کېلومترۍ کې تر تري منګل ښکته سیمه ده چې د کارخانو او ساتین په نوم د افغان کډوالو مشهور کمپونه پکې وو.

زرګونه افغانان په دغو کمپونو او څېرمه سیمو کې پراته وو او لکه د اوس یې د کډوالۍ ځانګړو اسنادو ته اړتیا نه لرله. چا د ګاډو بارګينونه، د رخت دوکانونه او مستري خانې لرلې، څوک د مارکېټونو او هوټلونو څښتن وو،‌ چا بزګري او نور واړه غټ کارونه کول.

دوی ته لکه د اوسنیو روانو ځینو کډوالو هلته د خپل جوړ کړي کاروبار او ژوند پرېښودل سخت وو. اندېښمن وو چې له جګړې تازه وتلي افغانستان کې به یې کار او ژوند وچلېږي او که نه؟

تمې، که بدګمانۍ یا خوشبینۍ؟

د رپوټونو له مخې له پرون راهیسې د افغان کډوالو سلګونه کورنۍ د تورخم او سپين بولدک هاغاړه ایسارې پاتې دي او شکایت کوي چې د بېرته ستنېدنې هېڅ راز اسانتیاوې نه دي ورته برابرې شوې.

که څه هم پاکستان حکومت یوه میاشت مخکې د اکتوبر ۳۱مه یاني وړمه ورځ دوی ته خپل هېواد ته “په خپله خوښه” د ستنېدنې لپاره د “ضرب الاجل” په توګه ټاکلې وه خو ښکاري چې ګڼو ته د ځینو لاملونو له کبله هماغه زموږ د ستنېدنې د وخت غوندې پرېکړه سخته وه. يا به یې ښايي ګمان کاوه چې لکه د نور کله په څېر به د پاکستان حکومت پرېکړه بدله او وځندوي خو د نړیوالو له غوښتنو سره سره هغسې ونه شول او اوس یې پر تورخم هجوم وروړی دی.

په ۲۰۰۵ کې هم زموږ تر راتګ څو میاشتې مخکې اوازه شوه چې له کارخانو او ساتین کمپونو افغانان باسي. خو خلکو ځکه بابېزه وګڼله چې په کمپونو کې د افغان کډوالو لپاره د څښاک پاکو اوبو عصري څاګانې یا ټیوب وېل ایستل شوي وو او دوی ګمان کاوه چې که افغانان “پسې اخلي” نو بیا ولې پر شاړه ځمکه دومره مصرف وشي؟ خو ځینو بیا ویل چې د افغان کډوالو په نوم له نړیوالې ټولنې او د کډوالۍ اړوند ادارو اخیستل شوې روپۍ پاکستان په دې ډول د خپل هېواد پر ابادۍ لګوي.

نو لکه څنګه چې هغه مهال هغه اوازه څو میاشتې وروسته ریښتیا شوه، هماغسې دا ځل هم پاکستان یاد “ضرب الاجل” ونه غځاوه.

زما د کورنۍ مشرانو ته هم پرېکړه سخته وه خو د ۲۰۰۵ کال په اګست کې یې په “توکل” خپل هېواد ته د ګرځېدو فیصله وکړه.

په کارخانو کمپ کې زموږ د کډوالۍ د کورونو او د خاطرو د کوټنیو ړنګول پیل شول. هر ماښام به د کمپ په کوڅو او کورونو کې چکړې او لارۍ ولاړې وې او شپه به لکه زلزله د کورونو د چتونو ورانولو او د تيرونو، ګاډرو او د دړو ګړب و ګړوب ناارامه کړې وه. سهار به له یوې ویجاړې کنډوالې د خاورو پر ټوپيو د غټو ټایرونو جرۍ وتلې وې.

څو ورځو کې د کارخانو او ساتين کمپونه پر کنډوالو واوښتل او یوازې هغه خال خال ځایونه پاتې شول چې یا جومات و، یا ښوونځی او یا په کمپ کې د کوم ځايي وګړي کور، او یا هاغه څاګانې او ترې چاپېرې نرۍ چاردېوالۍ.

د ۲۰۰۵ کال د اګست پر ۲۰مه موږ او ګڼې نورې کورنۍ د پاړاچنار، پیواړ او تري‌ منګل له لارې اریوب ځاځي ولسوالۍ ته د ‘ګوي’ پر ټک ور واوښتو.

موږ خوږو خبرو او ډاډګېرنې ته اړتیا لرله

ډيورنډ کرښې یوازې ځمکه نه ده سره وېشلې بلکې پښتانه یې هم سره ټوټه کړي دي. دوی ښېښۍ او خپلوۍ سره لري، غور نیکونه، هدیرې او میراثونه یې سره شریک دي او د یوه بل په لرې کېدو دردېږي.

اوس د تازه ستنېدونکو کډوالو په اړه مې مرکو او رپوټونو کې هم د خلکو له خولې همدې ته ورته خبرې واورېدلې او ما ته یې هماغه زموږ د راتګ وختونه سترګو ته ودرول. موږ هم همداسې د یوې ورکې احساس کاوه او خوږو خبرو، لاسنيوي او مرستې ته اړ وو.

پر ډيورنډ کرښې د ‘ګوي’ پر ټک اوښتو سره مې سجده وکړه، خاوره مې ښکل کړه او د افغانستان ملي بیرغ لاندې د اګست په ګرمۍ کې ولاړ عسکر نه مې هیله وکړه چې یو عکس واخلم؟ هغه له مخکې څارلی وم او موسکی و، ویل یې لس خو واخله او بیا یې له یخو اوبو څو ځلې ګیلاس راډک کړ، موږ ټولو وڅښلې.

هغه خوږ چلند او احساس مې نه هېرېږي.

بله دا چې کله مو لارۍ د ځاځیو بېلاووټ سیمه کې د کلي له منځه تېرېدله نو یوه سړي د خپل کور پر بام کار کاوه. زموږ د چکړې په لیدو سره یې لاس پورته او په لوړ غږ یې وویل، “په خیر راغلئ، په خیر راغلئ، وطن په خپلو خلکو ابادېږي.”

دا که دوه چلندونه وو او که دوه خبرې، خو ما ته د تازه زلمیتوب په هغو سرګردانه شېبو کې د ډاډ دوه لویې تکیې وې.

نن سبا پر خواله رسنیو د تازه راتلونکو کډوالو په اړه ګڼ پوسټونه تر سترګو کېږي. چا په تاوده هرکلي کې شعرونه ورته لیکلي، چا د مرستې ټټر ورته ډبولی او چا خپل کورونه ورته وړاندیز کړي.

فکر کوم دا به هغوی ته ډېر ښه احساس ورکړي او کاش د خلکو او حکومت له خوا شوې ژمنې عملي شي.

خو یوه بله تکیه په خپله د کډوالۍ په ژوند کې د ځينو سختیو او توپيري چلندونو یا سپکاوي ګاللو خاطرې هم دي چې اوس ترې خلاصېږي.

په وروستیو کې په ځانګړي ډول په پاکستان او ایران کې افغان کډوال په بېلابېلو پلمو سخت وځورول شول، زنداني او شکنجه شول او ان ووژل شول. د زدکړو، روغتیا او د ژوند په بېلابېلو نورو برخو کې له افغان کډوالو سره توپيري چلندونه هم پټه خبره نه ده. ان په دې هم کینه ورسره پالل کېدله چې ولې اختر له پاکستان نه بلکې له افغانستان سره نمانځي.

لکه اوس چې د پاکستان حکومت ادعا کوي چې ګواکې هلته په ځينو ناامنیو کې د افغانانو لاس دی، هغه مهال د حکومت په ګډون ځينې پاکستانیان پر دې باور وو چې په یو شمېر جنايي پېښو او هلته د شیعه‌ګانو او سنیانو تر منځ‌ جګړو کې د افغان کډوالو لاس دی. په داسې حال کې چې هغو جګړو کې به افغان کډوالو ته هم درانه مالي او ځاني تاوانونه هم اوښتل.

خو چې افغانان له کورمې کډه شول هلته د شیعه او سني تر منځ سختې خونړۍ نښتې وشوې چې اور یې تر اوسه نه دی مړ او تازه بیا جګړه پیل شوې ده.‌

وکتل شي چې اوس د افغان کډوالو راوتل هلته امنیت اغېزمنوي او که نه؟ د کاروبار په اړه خو د پښتونخوا سوداګر وايي‌ چې وار له مخه سوړ او خراب شوی دی. په ځانګړي ډول هغه کاروبارونه چې تر ډېره د افغان کډوالو په لاس کې وو.

له نوي چاپېریال وېره او فرصتونه

یوه نوي‌ چاپېریال ته له تګ سره لومړیو کې هر څه سخت ښکاري او نا اشنا وي. خپل هېواد ته ستنېدونکي هم په لومړیو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي. مشران یې د کاروبار جوړولو او کور سمبالولو په چورت کې وي، کشران د خپلو زدکړو، شوقونو او راتلونکي په فکر کې وي.

موږ هم چې په ۲۰۰۵ کې افغانستان ته ستانه شوو نو هر څه راته سخت وو. پاکستان کې مو په اردو او یو څه په انګریزي ژبه زدکړې کړې وې خو افغانستان کې په سوچه پښتو او دري وې، اصطلاحګانې او مضمونونه راته بدل او نا اشنا وو، دري‌ ژبه مو نه وه زده. پښتو کابل کې کمه ویل کېدله.

خو هغه مهال افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې فرصتونه ډېر وو، ځکه چې د حامد کرزي په مشرۍ حکومت روان و، امریکا او نړيوالې ټولنې په مختلفو برخو کې پانګونه کوله او په اصطلاح پیسې ډېرې وې. ځوانانو ته د لنډمهاله کورسونو او د مسلک زدکړې فرصتونه خورا ډېر وو. له پاکستانه ستنو شویو ګڼو ځوانانو انګریزي زده وه چې د ‘مارکیټ’ ژبه وه. د وخت په تېرېدو سره هغوی ته د ناټو ځواکونو له ترجمانۍ رانیولې په ډېرو ښو ادارو کې دندې پیدا شوې او لستوڼی یې ډېر ژر غوړ شو.

زما همځولو راستنو شویو درسونه وویل، زدکړې يې وکړې او د څو کلونو په اوږدو کې يې ښه مسلکونه زده کړل او د دفتري وظيفو څښتن شول. زه پکې خبریال شوم.

ځينو نورو ښه کاروبارونه پيل کړل او داسې ګڼ کسان پېژنم چې تر پاکستان یې په افغانستان کې سوداګري وغوړېدله.

په کارخانو کمپ کې زموږ د یوه ګاونډي د رختونو لوی کاروبار و او اولادونو یې په خصوصي او قیمتي ښوونځيو کې درسونه ویل خو چې خپل هېواد ته ستنېدل نو خپه وو چې کاروبار یې لاړ. مګر افغانستان کې یې زامنو په لوړو تنخواګانو ښې دندې وموندلې او لستوڼی یې بېرته غوړ شو.

خو لکه د بلې هرې ټولنې، داسې کسان هم هر ځای وي چې نه په کډوالۍ کې ښاد شي او نه هم په خپل هېواد کې. موږ سره یو ځای له پاکستانه ځينې راغلي افغانان نه هلته ښاد وو او نه یې هم په افغانستان کې یوه روپۍ دوه شوې، او یا ځینې وو چې هلته یې ګوزاره روانه وه خو دلته ورته سخته شوه.

خو اوس وضعیت هغه دوه لسیزې پخوانی نه دی. زموږ د راستنېدو په کلونو کې د حامد کرزي په مشرۍ حکومت سره بېلابېلې مرستې کېدلې خو اوس هغومره څه نه شته.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري په ځانګړي ډول پر ښځينه‌و د کار او زدکړو په برخه کې لګول شوي بندیزونه به د تازه راستنېدونکو افغانانو ښځينه غړې هم اغېزمنې کړي. دا به هم د طالبانو حکومت ته یوه ننګونه وي چې دا کورنۍ څنګه سمبالوي، څنګه په ښه او مناسبه توګه په خپل هېواد کې د بیا مېشتېدنې زمینه او فرصتونه ورته برابروي او دا هر څه څومره ژر کولای شي؛ ځکه چې ژمی را روان او افغانستان وار د مخه زلزلو ځپلی دی. هغه هم په داسې حال کې چې حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندل شوی او د نړیوالو مرستو لومړیتوب هم افغانستان نه دی.

سرچینه: پښتو بي بي سي

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق