خبرهای مرتبط

جمع

د مهاجرو جبري ستنونه په افغانستان کې بشري بحران لا پراخوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیسارۍ خبرداری ورکړی چې له پاکستان څخه د افغان مهاجرو جبري ستنونه به په افغانستان کې د موجود بشري بحران د لا زیات پراخیدو سبب شي.د دویچه وله په وینا، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیسارۍ (UNHCR) د جمعې په ورځ ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ژمي په درشل کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د جبري ستنونېله کبله انديښنه ښودلې ده. نوموړي بنسټ په افغانستان کې سرپناه، کار او د ژوندانه د لومړنیو امکاناتو نه موجودیت ته په اشارې سره خبردرای ورکړی دی چې په افغانستان کې موجود خراب بشري وضعیت به لا زیات بدتر شي.

په افغانستان کې د نوموړي بنسټ استازې لیوناردو زولو، وویل: «دغه ډله ایزه ستنونه تر دې په لا زیات خراب وخت کې نه شوای ترسره کیدلی. مونږ د ډیر شمیر ستانه شوو کسانو انساني اړتیاو سره سروکار لرو….. ډیر تند ژمی او ډير ستونزمن وخت په مخ کې لرو.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمیسارۍ د شمیرو پر بنسټ په پاکستان کې د بې اسناده مهاجرو د اخراج لړۍ پیلیدو راهیسې ۳۵۰ زره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د نوموړي سازمان په خبره د هغو کسانو شمیر چې ستړي ستومانه سرحدونو ته رسیږي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري د زیاتیدو په حال کې دی.

پاکستان د ۱،۳ میلیونه ثبت شوو او ۸۴۰ زره نورو افغان مهاجرو چې د مهاجرت کارتونه لري، کوربه دی. خو اټکل کیږي چې ۱،۵ میلیونه نور بې اسناده افغانان چې په دوی کې۶۰۰ زره یې په افغانستان کې یو ځل بیا د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته پاکستان ته مهاجر شوي دي په دغه هیواد کې ژوند کوي.

UNHCR زیاته کړې ده چې مرسته رسوونکي سازمانونه چې لادمخه د پام وړ بودیجې له کمښت سره مخامخ ول، اوسمهال په هرات ولایت کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په خاطر د بودیجې د کمښت له ستونزو سره لاس او ګریوانه دي.

د دغې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي: «دا په افغانستان کې د روان بشري کړکیچ ترڅنګ، چې د دې هیواد دوه پر دریمه برخه نفوس اغیزمنوي یو له اندیښنې ډک کار دی.»

د پاکستان مؤقت حکومت اعلان کړی وو چې ټول هغه افغان مهاجر دې، چې قانوني اسناد نه لري د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې په داوطلبانه شکل له پاکستان څخه ووځي.

پاکستان خبرداری ورکړی وو چې که مهاجر تر ټاکل شوي مهلت پورې له دغه هیواد څخه ونه وځي، نو دوی به یي په زور وباسي او یا به یې بندیان کړي.

هغه افغان مهاجر چې په اجباري ډول ستانه کړای شوي دي په ډیر بد وضعیت کې دي او حتی د ژوند لومړني امکانات هم نه لري. د روغتیا نړیوال سازمان په بیرته ستنیدونکو کې د ساري ناروغیو د خپریدو خبرداری ورکړی دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق