خبرهای مرتبط

جمع

بیش از یک میلیون بوتل سیرم از افغانستان به عراق صادر شد

یک شرکت دواسازی به نام میلی شفا، به ارزش...

تاکید سازمان همکاری اسلامی بر حق تحصیل زنان و دختران و ایجاد دولت فراگیر در افغانستان

پانزدهمین اجلاس سران کشورهای عضو سازمان همکاری اسلامی با...

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

طالبان بايد د دیپلوماتيکو اړيکو له پاره اصلاحات راولي

چين ويلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بشپړو دیپلوماتيکو اړيکو په موخه سياسي اصلاحاتو، امنيت ته ودې ورکولو او له ګاونډيانو سره اړيکو رغولو ته اړتيا لري.د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند وانګ وينبن، چې کله وپوښتل شول چې آيا چين به اوس د طالبانو حکومت په رسميت وپيژني؟ وويل: «چين تل په دې باور لرلی دی چې افغانستان بايد له نړيوالې ټولنې څخه جلا نه شي.»

چين په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت نه پيژني، خو دواړو هېوادونو سفیران سره تبادله کړي دي او ديپلوماتيکي تعامل لري.

وانګ وينین وويل: «موږ هيله لرو چې افغانستان به د نړيوالي ټولني توقعات لا ډېر په پام کې ونيسي او يو پرانيستی او ټولشموله سياسي جوړښت به رامنځته او معتدلې او باثباته کورنۍ او بهرنۍ تګلارې به عملي کړي.»

وانګ وويل چې چين په کابل کې له حکومت څخه غوښتي دي چې «له هر ډول ترهګریزو ځواکونو سره قاطعانه چلند وکړي او په لومړي فرصت کې په نړيواله ټولنه کې ادغام شي.»

نوموړي وويل: «کله چې د ټولو اړخونو اندېښنو ته په جدي توګه پاملرنه وشوه، نو د افغان حکومت په رسميت پيژندنه به طبعاً رامنځته شي.»

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان واک ته ورسېدل، خو حکومت یې تر اوسه د نړۍ يوه هېواد هم په رسميت نه دی پيژندلی.

خو په کابل کې د طالبانو ادارې سره له دې هم له چين سره اړیکې درلودلې.

د افغانستان دې واکمنانانو ژمنه کړې ده چې هيواد به یې د وسله والو د پټنځای په توګه ونه کاريږي. چين د دې په بدل کې د افغانستان اقتصادي ملاتړ او د بيارغونې په برخه کې پانګونه کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت سږ کال د افغانستان په تړاو د خپل دريځ د روښانه کولو په موخه په جاري کړل شوي سند کې ویلي دي چې «[چين] د افغانانو له خوا په خپلواکه توګه انتخابونو ته درناوی لري او د هغوی مذهبي عقايدو او ملي دودونو ته احترام لري.»

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق