خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

مجاهد: مولانا فضل الرحمان د کابل او اسلام اباد ترمنځ مهم رول لوبولی شي، نبیل: فضل الرحمان له پخواني حکومت نه هم میلیونه ډالر رشوت اخیستی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، د پاکستان جمعیت علما اسلام مذهبي او سیاسي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان یې ځکه کابل ته بللی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ناسم پوهای له منځه یوسي.

د پښتو بي بي سي په وینا، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان ملي راډيو ټلویزیون سره خبرو کې ویلي چې ښاغلی فضل الرحمان په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي.

نوموړی زیاتوي: ” د پاکستان د جمعیت علما اسلام رهبر ته بلنه ورکړل شوې چې کابل ته راشي، طبعا د افغانستان د خلکو او امارت اسلامي نیت او اراده کولای شي د ناسمو تبلغاتو په اړه د پاکستان خلکو ته پوهاوی ورکړي.”

د طالبانو ویاند دا هم وايي دوی به له دې لارې د پاکستان له خلکو سره ځینې واقعیتونه شریک کړي.

د طالبانو حکومت وروسته له هغې کابل د مولانا فضل الرحمان د سفر په اړه وضاحت ورکوي چې د نوموړي سفر له وړاندې د پخوانيو چارواکو، عامو خلکو او ان ځینو طالب پلوه کسانو له غبرګونو سره مخ دی.

د ښاغلي نبیل ددې تورنو په اړه تر اوسه خپله مولانا فضل الرحمان، په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني لوري څه نه دي ویلي.

د پاکستان جمعیت علما اسلام سیاسي او مذهبي ګوند مشر ته بلنلیک په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفیر د شنبه په ورځ سپارلی وو.

جمعیت علما اسلام ګوند په خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې دواړو لورو په دې لېدنه کې د افغانستان او پاکستان په اړیکو خبرې کړې دي او وایي:”ښې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.”

وړاندې یو شمېر نورو پاکستانيو رسنیو بیا لیکلي وو چې مولانا فضل الرحمان د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب کوي.

ښاغلي ټام وېست هغه وخت لیکلي وو چې د پاکستان د پوځ له مشر، د بهرنیو چارو وزیر او د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په ګډون چارواکو سره یې د پاکستاني طالبانو غورځنګ له خوا دغه هېواد ته د سختو امنیتي ننګونو او همدا راز د افغان کډوالو په ګډون موضوعاتو خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت یا په اسلام اباد کې افغان سفارت او دارنګه پاکستاني لوري ددې نوي پرمختګ په اړه څه نه دي ويلي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق