خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

نجونې: تعلیم په اړه امر ثاني په دایمي بدل شوی، طالبان: ٢٠٢٣ کې تعلیم ته ډېر کار شوی

۲۰۲۳ کال په افغانستان کې په داسې حال کې پیل شو، چې وار دمخه د نجونو پر ثانوي او لوړ زده کړو لګول شوی بندیز په خپل حال و.

همدا لامل و، چې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۳ کال کې د زده کړو نړیواله ورځ، چې د جنورۍ میاشتې په ۲۴ ولمانځل شوه په افغانستان کې هغو نجونو او ښځو ته ځانګړې کړه، چې پر ثانوي او لوړو زده کړو یې د طالب واکمنو لخوا بندیز لګوی شوی دی.

د پښتو بي بي سي په وینا، د ځینو په باور د نجونو پر ثانوي او لوړو زده کړو تېر څه باندې دوه کلن بندیز افغانستان شل کاله شاته کړی.

د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې دننه او په نړیواله کچه د افغان نجونو پر مخ د ثانوي ښوونځیو د پرانستلو غږونه کېدل.

د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د جنورۍ په لسمه نېټه د نجونو د زده کړو په اړه څرګندونو کې وویل، چې نظام په افراط او تفریط نه چلېږي او که د رهبر امر د شرعیت خلاف وي باید و نه منل شي.

په افغانستان کې د تعلیمي کال له پیل نه مخکې چې د مارچ په ۲۲ رپوټونه وو، د طالبانو په حکومت کې د ملي دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیران له یو شمېر دینې علمانو سره یوځای کندهار ته تللي وو، چې له خپل مشر مولوی هبت الله اخوندزاده سره د نورو مسایلو ترڅنګ د نجونو د زده کړو په اړه هم ورسره خبرې وکړي خو د طالبانو د حکومت مرکزي ویاند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، چې د کابينې دغه غړي په خپلو کاري برخو کې مشورې غوښتلو ته ورغلي وو.

د تعلیمي کال له پیل نه څلور ورځې وروسته د مارچ په ۲۶مه ښاغلي ستانکزي یو ځل بیا نجونو او ښځو ته د زده کړو د حق د ورکولو غږ پورته کړ.

ښاغلي ستانکزي دا استدال هم کاوه، چې په افغانستان کې ۹۸ سلنه علما د ده په څېر په دې نظر دی، چې د ښځو پر ثانوي او لوړو زده کړو لګول شوی بندیز باید لېري شي.

د اسلامي همکاریو سازمان او د قطر او سعودي په ګډون یو شمېر هېوادونو له طالب واکمنو وغوښتل، چې د نجونو پر زده کړو لګولی بندیز لېري کړي.

د تعلیمي کال له پیل نه وروسته د مارچ په ۲۶ مه یو شمېر ښځو او نجونو په کابل کې لاریون وکړ او غوښتنه یې کوله چې د زده کړو اخستل شوی حق بېرته ورکړل شي.

له دې احتجاجونو سره هممهاله د ملګرو ملتونو کارپوهانو وویل، چې نجونې او ښځې د زده کړو له حقه محرومول مشروعیت نه لري او کولای شي، چې پر ښځینه جنس، یوه نسل او د هېواد پر راتلوونکې ناوړه اغیزه وکړي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو ډلو او په افغانستان کې خلکو تمه لرله، چې په نوي تعلیمي کال کې به نجونو ته د ثانوي زده کړو د بېرته پیلولو اجازه ورکړل شي خو داسې ونه شول.

د مارچ په ۲۲ افغانستان کې د تعلیمي کال له پیلېدو سره همهاله د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف وویل، ډېره خواشینوونکې ده، چې طالبانو یو وار بیا د ثانوي ښوونځیو ښځینه زده کوونکو ته د زده کړو اجازه ورنه کړه.

یونېسف په یوې اعلامیې کې د نجونو پر ثانوي زده کړو بندیز د ښځو او نجونو د حقونو د ویجاړۍ بدمرغه پړاو وباله او ویې ویل، د نجونو د ثانوي زده کړو د مخنیوي پرېکړه ناعادلانه او د میلیونونو نجونو د تمې او هیلو خلاف ده.

یونېسف وویل، ښوونځیو ته د نجونو د نه پرېښودلو پرېکړې د نجونو په رواني حالت او روغتیا ناوړه اغېزه کړې او دوی له هر هغې افغانې نجلۍ سره ولاړ دي چې له طالب چارواکو د زده کړو حق غواړي.

دغه راز د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې ګڼو هغو نجونو او میرمنو، چې له ثانوي او لوړو زده کړو منع شوي په بیا بیا له بي بي سي سره خبرو کې ویل، چې پر ثانوي ښوونځیو او لوړ زده کړو له لګېدلي بندیزه ځورېږي او له امله یې په رواني ستونزو اخته شوي دي. مناحل کامران په کابل پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو د وروستي کال محصله وه، چې د ۲۰۲۲کال د ډسمبر په ۲۰ د ښځو پر لوړو زده کړو بندیز ولګول شو.

دې بندیز نوموړې سخته کړولې ده.

افغانستان کې ګڼ شمېر نجونې د سختې ناهیلۍ له کبله وايي، د دوی د تعلیم په اړه امر ثاني په دایمي بدل شوی.

د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې امریکا هم په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر لوړو او ثانوي زده کړو ټینګار وکړ او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ وویل، امریکا نه یوازې د دې لپاره په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو ټینګار کوي، چې دا د بشري حقونو یوه موضوع ده بلکې دا په داسې یوه هېواد کې د ټیکاو لپاره بنسټیزه موضوع هم ده، چې د داسې یوې سیمې زړه دی، چې بې ثباتي پکې په ډېرېدو ده.

د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش وویل، له هغه ورځې نه چې په افغانستان کې نجونې له ثانوي زده کړو منع شوې دوه کاله تېر شول، نوموړي دا بندیز له بشري حقونونه سرغړونه وبلله او له طالبانو یې غوښتل چې نجونو ته د ثانوي زده کړو اجازه ورکړي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د اسلامي همکاریو سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر ثانوي او لوړو زده کړو ټینګار وکړ.

نړیوالو ته د طالبانو ځواب

په تېرو دوه نیمو کلونو کې ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په بیا بیا په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی، چې پر ښځو لګولي بندیزونه لېری کړي خو طالب چارواکو دا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې او تل ټینګار کوي، چې پر ثانوي او لوړو زده کړو لګېدلی بندیز موقتي دي.

د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۲۲ ولس ته د حساب ورکولو په لړ کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت چارواکو وویل د نجونو د لوړو زده کړو د بیا پیلولو لپاره د څو وزارتونو یو ګډ کمېسیون جوړ شوی، چې د زده کړو د بیا پیل لپاره پر یوې هر اړخیزې طرحې کار کوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ښځینه وو د لوړو زده کړو د بیا پیلیدو دقیقه نېټه نه ده اعلان کړې.

په تېر اګست میاشت کې طالب چارواکو ویلي وو، چې په ټول هېواد کې څلور لکه او یو اویا زره نارینه محصلین په زده کړو بوخت دي او سږکال به شاخوا اویا زره محصلین فارغ شي.

څو اوونۍ وړاندې په بېلا بېلو پوهنتونو کې د فراغت غونډې ترسره شوې خو نجونو او ښځو په کې ګډون او حضور نه درلود.

د زده کړو اړوند بندیزو له کبله له هېواده کډه شوې کورنۍد

۲۰۲۳ کال هغو نجونو ته، چې ګاونډي هېواد پاکستان ته د ثانوي او لوړو زده کړو په خاطر تللې وې ښه زیری نه درلود ځکه چې د پاکستان حکومت پرېکړه وکړه، چې د نومبر له لومړۍ نېټې نه به یو ا عشاریه اوه میلیونه ناراجستر افغانان له خپلې خاورې وباسي. دې پرېکړې ګڼې دغه نجونې اندېښمنې کړې.

په افغانستان کې د ښځینه محصلینو پر لوړو زده کړو د بندیز له امله که له یوې خوا د پوهنتون یو شمېر استادانو په احتجاجي ډول له تدریس کولو نه لاس واخیست نو له بله پلوه د پوهنتون ګڼ شمېر استادن له هېواد ووتل.

د ۲۰۲۳ کال د مئ په میاشت کې بي بي سي ته معلومه شوه، چې یوازې د کابل پوهنتون د هغو استادانو شمېر چې له افغانستان وتلي دي له ۴۰۰ اوښتی دی.

لامل یې هم د نجونو پر لوړو او ثانوي زده کړو بندیز ګڼل شوی.

د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په ۲۴ نېټه د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په بلخ ولایت کې یوې غونډې ته وویل، چې دوی له افغانستانه بهر د استادانو د رابللو په موخه بېلابېلو هېوادونو ته پلاوي استولي دي.

داسې رپوټونه هم وو، چې د پوهنتون یو شمېر استادان په بهر کې له زده کړو بشپړولو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د طالبانو مرکزي ویاند زبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، چې په ۲۰۲۳ کال کې د لوړو زده کړو په برخه کې د دوی حکومت ډېر کار کړی.

لوی شمېر دیني مدرسو جوړول

له بیا واکمنېدو وروسته طالبانو په ټول هېواد کې زرګونه نوي دیني مدرسې جوړې کړې، او دا لړۍ په ۲۰۲۳ کال کې هم روانه وه. د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا اوس مهال په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر شاخوا ۱۹ زرو ته رسېږي.

په تېر نومبر میاشت کې د طالبانو په حکومت کې د پوهنې وزیر سید حبیب الله اغا هرات ولایت ته د سفر پرمهال وویل، چې د دیني مدرسو جوړول یې له لومړیتونو دی.

د ۲۰۲۳ کال په اپریل میاشت کې طالب چارواکو په هلمند او کندهار کې د نړیوالو بنسټونو په مالي ملاتړ چلیدونکې محلي یا سیمه ییز ټولګي تر امر ثانې پورې وځندول. د پوهنې وزارت وویل چې دا کار د مرستنیدویه موسسو د چارو د ارزونې لپاره شوی دی.

د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې د طالبانو په حکومت کې د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې په ولایتونو کې یې د دارالمعلمینونو یا د ښوونکو دروزنې عالي موسسو د تړلو پرېکړه کړې ده.

د دې بنسټونو شمېر شاخوا ۲۰۰ ته رسېده او چارواکو وویل، چې ځکه یې وتړل چې جوت کار او دنده یې نه لرله.

ښوونځیو کې درسي کیفیت په اړه اندېښنې

د ۲۰۲۳ کال د وروستې میاشتې یعنې ډسمبر په شپږمه نېټه د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په یوه رپوټ کې وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیز له امله په نړیوال کچ غندل شوی، خو د طالبانو حکومت له خوا د هلکانو د زدکړو ژور زیان ته چندان پام نه دی ور اوښتی.

دې سازمان د خپل رپوټ لپاره د افغانستان په اتو ولایتونو کې له زدکوونکو او د هغوی له میندو پلرونو سره خبرې کړي او ویې ویل په افغانستان کې زدکړو ته د هلکانو لاسرسی او په ښوونځیو کې د درسي کیفیت وضعیت د اندېښنې تر کچې خراب شوی دی.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خبره، دا نه یوازې زده کوونکو او د هغوی کورنیو ته سختې پایلې لرلی شي، بلکې د هېواد د راتلونکي په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ښځو د حقونو او په ټولیز ډول د بشري حقونو لپاره هم جدي پایلې لرلی شي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بشري حقونو د څار سازمان دا رپوټ رد کړ.

نړیوال بنسټونه وايي، اوس مهال په نړۍ کې یوازې هېواد افغانستان ته دی چې د نجونو پر ثانوي او لوړو زده کړو په کې بندیز لګول شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره زده کړې د هر انسان بنسټیز او بشري حق بولي او ټینګار کوي چې افغانستان د نړیوالو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو د کنوانسیونونو د غړي د هېواد په توګه اړ دی چې دا باوري کړي چې هر وګړی یې زده کړو ته مساوي لاسرسی لري.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق