خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستي پرېکړه لیک ته تازه غبرګونونه څرګند شوي

ښاغلي کرزي د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا اعلامیه د افغانستان واکمنۍ، استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته درناوی ښيي.

په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د “تعامل” د څرنګوالي په اړه د امنیت شورا پرېکړه‌لیک ته د غبرګونونو په لړ کې يې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هرکلی کړی او هغه يې له آرام او باثباته افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نیت شراکت بللی.

کرزي د طالبانو له حکومته هم غوښتي چې په نړیوال نظام کې د افغانستان د موقف بیا تر لاسه کولو لپاره په ګډه هڅې وکړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په کابل کې دی د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا اعلامیه د افغانستان واکمنۍ، استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته درناوی ښيي او دا هم ترې جوتېږي چې نړیواله ټولنه هم له یوه آرام، باټیکاوه او پرمختللي افغانستان سره همغږې ده.

ښاغلی کرزی وايي څرنګه چې په دغه پرېکړه لیک او د ملګرو ملتونو د ځانګړي ارزوونکي په راپور کې راغلي هغه هم ملي تفاهم او د خلکو د ارادې تمثیل په افغانستان کې د دايمي سولې او ټیکاو لاره ګڼي.

ښاغلي کرزي ټینګار کړی چې د نجونو او هلکانو زده کړې او د ټولنې په ټولو چارو کې د ښځو ګډون د افغانستان د ترقۍ تضمین کوونکي دي.

ښاغلي کرزي زیاته کړې چې له ستونزو د وتلو او دايمي سولې او ټیکاو ته د رسېدو حل خپله له افغانانو سره دی. له همدې امله يې د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې په ګډه د هېواد د آبادۍ او د هغه په وینا نړیوال نظام کې د افغانستان د وړ مقام تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

ذبیح الله مجاهد وايي، افغانستان کې بحران نشته چې ملګري ملتونه ورته ځانګړی استازی وګوماري.

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان په اړه د امنیت شورا د دغه هوکړه لیک پر منځپانګه ناخوښي ښودلې وه چې ګواکې له دوی سره له مشورې پرته تصویب شوی او د ځانګړي استازي له ګومارل کېدو سره يې مخالفت کړی و.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم دولتي راديو ته ویلي چې افغانستان کې بحران نشته چې ملګري ملتونه ورته ځانګړی استازی وګوماري.

دی زیاتوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازندویه اداره یا یوناما شته او همدا کفایت کوي.

خو د طالبانو مخالفې سیاسي او پوځي ډلې بیا د دغه پرېکړه لیک هرکلی کوي او په تېره بیا د ځانګړي استازي ګومارل کېدل ستايي.

د ملي مقاومت په نامه پوځي ټلوالې چې احمد مسعود يې مشري کوي هم د افغانستان په اړه د ځانګړي استازي د ګومارل کېدو هرکلی کړی

د افغانستان د آزادۍ جبهې په نامه ډله چې د پخواني دولت امنيتي ځواکونه هم پکې راټول دي دا پرېکړه لیک مثبته نښه بولي او وايي له طالبانو سره د تعامل “ډېرېدو” “د بحران له کمېدو او د مسلې له حل سره هېڅ مرسته نده کړې”.

د ملي مقاومت په نامه پوځي ټلوالې چې احمد مسعود يې مشري کوي هم د افغانستان په اړه د ځانګړي استازي د ګومارل کېدو هرکلی کړی او دا پرېکړه لیک يې د نړیوالې ټولنې یو لاس او منظم غبرګون بللی.

د افغانستان د نجات لپاره د ملي مقاومت شورا په نامه ډلې هم چې د پخواني دولت ځینې سیاسي څېرې پکې راټولې دي دا پرېکړه لیک داسې فرصت بللی چې افغانستان د نړیوالې ټولنې د پام وړ ګرځوي او ټینګار کوي چې د افغانستان لپاره ګومارل کېدونکی ځانګړی استازی باید داسې څوک وي چې له افغانستان سره ډېر آشنا وي او په بې پرې ډول چارې مخ ته یوسي.

ټاکل شوې چې نوی ګومارل کېدونکی ځانګړی استازی له طالبانو سره د سیاسي ډلو او افغانانو د خپل‌منځي خبرو همغږي هم وکړي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک چې عربي متحده اماراتو او جاپان چمتو کړی و، د امنیت شورا د پنځلسو غړو له جملې دیارلسو مثبتو رایو تصویب شو او چین او روسیې د خپلو رایو له کارولو ډډه وکړه. د چین او روسیې استازو هم د دغه پرېکړه لیک له تصویبېدو وروسته د خپلې رایې نه کارېدل د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي له ګومارل کېدو سره غوټه کړي وو.

دوی د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غوښتي وو چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ګومارنه کې د طالبانو له حکومت او امنیت شورا له غړو سره سلا، مشوره وکړي. د روسیې استازې خو لا دا هم ویلي وو چې که د افغانستان له واکمنو چارواکو سره په دې اړه مشوره و نه شي، روسیه به د ځانګړي استازي ملاتړ ونه کړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق