خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

طالبان: ټولې هغه مېرمنې خوشې شوې چې د حجاب نه مراعاتولو له کبله نیول شوې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، یو شمېر هغه مېرمنې چې په وروستیو ورځو کې په هغه تور نیولې وې چې د طالبانو حکومت يې د حجاب نه مراعاتول بولي، ټولې خوشې شوې دي.

مجاهد ادعا کوي چې دغه مېرمنې یوازې د دوو ساعتونو لپاره د دوی د کورنیو په غوښتنه اړوندو سیمو ته لېږدول شوې وې او د کورنۍ د غړو په حضور کې بېرته خوشې شوې وې.

خو بل لور ته هغه ښځې چې په ځانګړې توګه د تېرو څو ورځو د نیول کېدو عیني شاهدانې دي دا خبره ناسمه بولي.

د ښځو د حقونو يوې فعالې ترنم سعيدي چې د دغو نجونو له کورنيو سره يې خبرې کړې دي وايي چې يو شمېر دغه مېرمنې اوس هم د طالبانو په زندانونو کې دي.هغه وايي چې پرون د کابل ښار د تايمني له سيمې يو شمېر ښځې د اسلامي حجاب د نه مراعتولو په تور ونيول شوې او تر اوسه يې برخليک څرګند نه دى.

په وروستیو ورځو کې له ښځو او نجونو سره مرستې د افغان سیاسي څېرو او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو غبرګونونه پارولي دي او د حجاب له امله یې د ښځو نیول د ښځو له حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

دوې ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي ریپورټر ریچرډ بېنټ د طالبانو له حکومته د هغو ښځو د سملاسي خوشي کولو غوښتنه کړې وه چې د حجاب نه مراعاتولو له کبله نیول شوې دي.

وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عبدالغفار سباوون بي بي سي ته منلې وه چې د دغه وزارت محتسبانو ځینې هغه ښځې نیولې دي چې په وینا یې حجاب یې نه و مراعات کړی، خو د شمېر په اړه یې دقیق معلومات نه وو ورکړي.

مخکې د طالبانو دغه وزارت د ښاري ټکسیو له چلوونکو غوښتي وو چې “بې حجابه ښځې او هغه چې سړی ورسره نه وي” ټکسي کې بو نه ځي.

د طالبانو حکومت څه موده مخکې اعلان کړی و که ښځې (اسلامي حجاب) مراعات نه کړي، د کورنۍ نارینه غړي به یې په باب پوښتل کېږي او ښايي سزا ورکړل شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق