خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

کریکټ بورډ پر دریو لوبغاړو وضع شوي بندیزونه لیرې کړي

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د یوې کمیټې تر پریکړې وروسته یې مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او نوین الحق ته اجازه ورکړې څو د نويو مقرراتو، د تنخوا له کمیدو او خبرداری سره د کریکټ په فرنچایز لیګونو کې لوبې وکړي.

د افغانستان کریکټ بورډ د جنورۍ پر اتمه د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ملي لوبډلې پر دریو لوبغاړو وضع شوي بندیزونه یې تر څیړنو وروسته بیرته لیرې کړي دي. مخکې له دې د افغانستان کریکټ بورډ پریکړه کړې وه چې نه یوازې دا چې دا درې لوبغاړي به په نړیوال لیګونو کې نه لوبیږي بلکې د دوو کلنو له پاره به مرکزي قراردادونه هم نه ورکول کیږي.

د افغانستان کریکټ بورډ د دوشنبې په ورځ درې نوي تنظیمي اقدامات خپاره کړي ترڅو د لوبغاړو له لوري “ملي دندې ته ژمنتیا” یقیني کړي.

له دغو دریو نويو اصلاحاتو څخه لومړی دا دی چې یادو لوبغاړو ته د خپلو کړنو (مرکزي قرارداد نه لاسلیک) له امله وروستۍ لیکلي اخطاریه ورکړل شوې او دغه راز به ترې یوه اندازه معاش او د لوبې فیس هم ګرځول کېږي. په دوهم اصلاحاتي اقدام کې ملي دندې او د ادارې ګټو ته په کتو به دوی ته په سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو اجازت لیکونه یا NOC ورکول کېږي او په دې توګه یې د نه اعتراض سرټیفیکیټ یا ان. او. سي محدود کړی دی. سربیره پر دې، په دریم اقدام سره دوی ته به مرکزي قرارداد د دوی غوره کارکردګۍ او اصولو ته د بشپړې ژمنتیا په بدل کې ورکول کېږي.

د افغانستان د کریکټ بورډ مشر میرویس اشرف یادونه وکړه چې دغه تعدیلات د بورډ له خوا په افغان کریکټ کې د یادو لوبغاړو د ونډې په پام کې نیولو سره پلي شوي دي.

د افغانستان د کریکټ بورد مشر میرویس اشرف زیاتوي »بې له شکه لوبغاړو د لوبډلې په بريا کې ونډه اخيستې او د خپلو ارزښتونو په رڼا کې يې د ملت غوره نمايندګي کړې ده.«

میرویس اشرف زیاتوي چې »موږ هیله لرو چې دوی په راتلونکي کې د ورته ناخوالو څخه ډډه وکړي ځکه چې موږ تمه لرو چې دوی په ښه توګه د هیواد استازیتوب وکړي.«

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق