خبرهای مرتبط

جمع

تورخم دروازه په درېیمه ورځ هم د بار وړونکو لاریو پرمخ تړلې؛ سلګونه موټر تېرېدو ته انتظار ولاړ دي

تورخم دروازه نن درېیمه ورځ هم تړلې پاته ده. بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ویل شوي پرون دواړو غاړو هڅه کوله چې دروازه پرانیستل شي، خو له هڅو سره سره کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

د تورخم دروازې دواړو غاړو ته سلګونه بار وړونکي موټر او لویې لارۍ تېرېدو ته په انتظاردي.

دا لار وړمه ورځ (شنبه د جنورۍ پر ۱۳مه) تورخم کې د پاسپورټ او ویزو جبري کېدو له کبله تړل شوې وه.

د بلال په نوم یو افغان موټر چلوونکی وايي، پر مېوو بار لارۍ یې له څو ورځو راهیسې بندې ولاړې دي، “له مالونو اوبه روانې دي، ټول خراب شول، د دې مال والا څلور لارۍ دي، درې یې دلته ایسارې دي او یوه یې د شهرنو له لارې تللې چې هغه هم هلته ایساره پاته ده. مال یې ټول تباه او برباد شو. مخکې یې همداسې په انګورو کې ویزې غوښتې او دروازه یې بنده کړې وه. په هغه کې د انګورو او رومیانو والا تاوانونه وکړل. اوس بیا د سبزیو په لېږد کې تاوانونه رامنځ ته شوي دي. “

بلال وايي دوی چې د ویزو لپاره غوښتنلیکونه هم ورکړي، ټول رد شوي دي.

” ویزې نشته، کله چې د ویزو غوښتنه کوو، پنځه میاشتې وروسته راته وايي چې د ویزې غوښتنه مو رد شوه. موږ ویزې له کومه کړو. له تورخمه نژدې تر پېښوره په مېوو بار لارۍ ولاړې دي.”

د ویزو او پاسپورټ ستونزه

طالب چارواکو ویلي، لومړی پاکستاني ځواکونو له کوم اعلان پرته د ویزو د نشتوالي له امله د لویو ګاډو پر مخ لار وتړله، بیا دوی هم له ها غاړې د هغو پاکستاني موټر چلوونکو او موټرو درولو پرېکړه وکړه چې اسناد یې نه لرل.

بي بي سي ته په رالېږلو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري، چې د بېلابېلو توکو بار سلګونه لوی ګاډي له تورخمه تر ډېره لېرې ولاړ دي.

د ننګرهار خوا ته هم د موټرو کاروانونه ولاړ دي.

موټر چلوونکي وايي “که دا انتظار لا اوږد شو نو د ملیونونو روپو مال ختمېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ډیر ناروغان بې ویزې او پاسپورټه پرېښودل کېدل، خو پاکستاني لوري یې وړمه ورځ په اړه سملاسي تګلاره بدله کړې.

له دې مخکې د ترانزېت په ګډون د هر ډول سوداګریزو توکو موټر چلوونکو ته په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره د تګ راتګ اجازه وه.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ په سر رامنځته شوې لانجه نوې نه ده، بلکې د رپوټونو پر بنسټ په دې وروستیو کې نږدې هره میاشت وخت نا وخت ناندریزه شوې او له امله یې تګ راتګ ټکنی شوی دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق