خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

د هرات د زلزلې ۱۰۰ ورځې؛ لسګونه زره ماشومان له رواني پلوه کړېږي

په هرات کې د ریښتر په کچ د ۶،۳ درجې زلزلې پایله کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان ول ووژل شول او زرګونه نور تراوسه هم بې کوره دي. د دغې زلزلې له امله ۲۱ زره کورونه ویجاړ شوي او زرګونه څاروي له منځه تللي دي.

اوس یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق خبر ورکړی چې تر زلزلې وروسته ماشومان د دغې مرګونې پېښې اصلي قربانیان دي.

تر زلزلې سل ورځې وروسته د دغه سازمان په تازه راپور کې ویل شوي چې دا دی تر دریو میاشتو ډېرې ورځې پر دغه ناورین واوښتې. د دغې زلزلې قربانیان چې ډېری یې ماشومان دي، ټکان خوړلی او له رواني ستونزو سره ژوند کوي. دې خونړۍ پېښې له بلې خوا ښوونې او روزنې او روغتيايي خدمتونو ته د دغو ماشومانو لاسرسى محدود کړی، چې هغوى ته د رسېدلې صدمې د زياتېدو لامل کېږي.

د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، څه باندې ۹۶ زره ماشومان چې د زلزلې له امله اغېزمن شوي، د ساړه موسم له رارسېدو سره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ډېری دغه ماشومان له سختې یخنۍ سره سره تر خیمو لاندې او حتی په آزاده هوا کې خوب کوي. کافي خواړو او د څښاک اوبو ته د دوی نشتوالي هم وضعیت خراب کړی دی.

بل لور ته په هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې کمېسیون وايي چې د ماشومانو پالنه یې لومړیتوب دی. د دغه کمیسیون مشر احمدالله متقي بي بي سي ته وویل، دوی په منظم ډول دغو ماشومانو ته خواړه، جامې او روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

ښاغلی متقي وایي هغه ماشومان چې کورنۍ يې له لاسه ورکړي دي خپلوانو ته سپارل شوي او د زلزله ځپلو لپاره په نويو جوړو شويو ودانيو کې د ښوونځيو او مدرسو جوړول په پام کې نيول شوي دي.

یونیسف بیا زیاتوي چې په تېرو څلوېښتو ورځو کې یې زلزله ځپلو ته خوراکي توکي، د څښاک اوبه، د کور توکي، کمپلې او خیمې ور رسولې دي. دغه اداره وايي چې د دوې روغتیايي کارکوونکي توانېدلي چې د زلزلې له امله د رامنځته شویو ناروغیو د ۹۰ زره ناروغانو درملنه وکړي چې تر نیمايي زیات یې ښځې او ماشومان دي.

دې بنسټ د ماشومانو لپاره څه باندې سل لنډمهالي ښوونیز مرکزونه او تفریحي ځایونه جوړ کړي چې تر درې زره زیات ماشومان پکې زدکړې کوي.

خو وایي چې ژمي له له رسېدو سره د مرستې رسولو لړۍ نوره هم ستونزمنه شوې، ګڼې کورنۍ نه دي توانېدلي چې خپل کورونه ورغوي. له همدې امله یونیسف د دغو کورنيو د لاسنیوي په پار پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې ورسره مرسته وکړي.

په وروستیو اوونیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي چې د طالبانو حکومت د خیریه موسسو په همکارۍ د زلزله ځپلو لپاره د استوګنې ځایونه جوړ کړي دي، خو ښاغلی متقي وايي چې دوی د هرات په ۸۲ کلیو کې تر ۳۰۰۰ ډېر کورونه جوړ کړي او ډېر ژر به پر هغو کسانو ووېشل شي چې کورونه یې له لاسه ورکړي.

په هرات کې مرګونې زلزله، په اسرائیلو او غزه کې له بریدونو سره هم‌مهاله وشوه چې ښايي هغې پېښې ته د نړیوالو د پام اوښتو له کبله، د افغانستان ناورین له پامه غورځېدلی وي.

سرچینه: پښتو بي بي سي

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق