خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

د سب سټېشنونو پر جوړولو د څه باندې ۷۰ مېلیونه ډالرو لګښت

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د څه باندې اویا میلیون ډالرو په ارزښت د بغلان له الوان دښتې بیا تر ارغندي او د کابل تر ترخیلو پورې د برېښنا د سب سټیشنونو د بیارغونې کار پیل شوی.

د دغه وزارت سرپرست، عبدالطیف منصور طلوع نیوز ته وایي چې دغه سب شټیشنونه به په دوه میاشتو کې جوړ شي چې له بشپړېدو سره به یې له ترکمنستانه افغانستان ته د زر میګاواټه برېښنا د لیږد زمینه هم برابره شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور زیاته کړه: «دغه پنځه سوه کیوي لین له ترکمنستان سره نښلوو، له دوی سره مو خبرې هم کړي او بیا کولای شو افغانستان ته زر میګا واټه برېښنا وارده کړو. دغه پرچاوی چې اوس شته، دا به هم حل شي.»

د ښاغلي منصور په خبره، د اسلامي امارت د مشر له لوري یې د کورنۍ انرژۍ پر بنسټ د ۲۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید فرمان هم ترلاسه کړی دی.

عبداللطیف منصور په دې اړه وویل: «له امیرالمومینین څخه مو د ۲۵۰ میګاواټه برېښنا فرمان هم اخیستی څو امکانات ورته برابر کړو او په بېلابېلو ولایتونو کې ورته سټیشنونه جوړ کړو او خلکو ته برېښنا ورسوو.»

په ورته مهال، د کابل ولایت یو شمېر اوسېدونکي بیا وایی چې د برېښنا پرچاوي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او له اسلامي امارته غواړي څو برېښنایي ستونزې ژر تر ژره حل کړي. 

د کابل اوسېدونکي، محمد عمر وویل: «ټولې اسانتیاوې د برېښنا په وسیله رامنځ ته کیږي، او د شپې او ورځې د برېښنا پرچاوی زیات شوی دی. په ښار کې ستونزې زیاتې دي او د برېښنا پرچاوی باید کم شي.»

د کابل ولایت یو بل اوسېدونکي، احمد هم وویل: «له دولته مو هیله ده چې په ۲۴ ساعتونو لږ تر لږه باید اته یا نهه ساعته برېښنا اوسي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وایي، له بېلابېلو سرچینو د برېښنا د انرژۍ د لا زیات تولید لپاره یې له ګڼو پانګوالو سره هم کتلي او په نږدې راتلونکي کې به دغه پانګوال هم خپلې پانګونې پیل کړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق