خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

د چین ولسمشر د طالبانو د سفیر باورلیک منلی

د چین ولسمشر په رسمي ډول د طالبانو د حکومت له خوا د وراستول شوي سفیر باورلیک منلی دی. نوموړی د یوه بهرني هیواد لومړنی مشر دی چې د طالبانو د حکومت له خوا د نومول شوي سفیر باورلیک مني.د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې مولوي اسدالله چې په بلال کریمي مشهور دی، د بیجینګ ښار د خلق په لوی تالار کې د ۴۱ نورو هیوادونو له سفیرانو سره یوځای د چین ولسمشر ته خپل باورلیک وړاندې کړ.

شي جین پینګ د یوه بهرني حکومت لومړنی مشر دی چې په رسمي مراسمو کې د طالبانو د ادارې د سفیر باورلیک مني.د طالبانو د حکومت د لومړي وزیر مرستیال ملا محمد حسن اخند تېر کال په کابل کې د چین د نوي سفیر باورلیک منلی و.

تر اوسه هېڅ هېواد  د طالبانو نظام د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د اسيا په څو هېوادونو کې د طالبانو له لوري ټاکل شوي ډيپلوماتان او سفيران منل شوي او کار کوي.

چین یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستان سره تر ټولو لوی سوداګریز شریک ګڼل کېږي.

د طالبانو اداره د ښځو او نجونو پر حقونو د پراخو بندیزونو د لګولو له امله د نړیوالې ټولنې له سختو نیوکو سره مخ ده.

د کړکېچ نړیوالې ډلې پرون په یوه راپور کې وویل چې د طالبانو اداره هڅه کوي چې له سیمه ایزو لوبغاړو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي او سیمه د امنیت او اقتصاد په برخه کې له طالبانو سره خبرو ته اړتیا لري.

دغې څېړنیزې ډلې ویلي دي چې لوېدیځ قدرتونه باید د دا ډول هڅو ملاتړ وکړي او یا لږ تر لږه د دوی په وړاندې خنډ نه شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق