خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

سنتکام: د سپاه پورې د اړوندو ډلو پر ۸۵ هدفونو مو برید کړی

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اردن په سرحد کې پر امریکایي ځواکونو د خونړي برید د ځواب ورکولو امر کړی دی. امریکایي الوتکو په سوریې او عراق کې د سپاه پاسداران او ایران پورې اړوندو ډلو پر ۸۵ سنګرونو هوایي بریدونه کړي دي.د افریقا په شمال او منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې مرکز سنتکام، د جمعې (د فبرورۍ ۲ نیټه) په ماښام په «ایکس» شبکه کې اعلان وکړ چې په سوریې او عراق کې یې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو او اړوندو ډلو پر ۸۵ سنګرونو بریدونه کړي دي.

د دغو هوایي بریدونو په ترڅ کې د عملیاتو د قوماندې او کنترول، استخباراتي مرکزونو، د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر ډیپو ګانو او د سپاه پاسداران او نورو اړوندو ملیشه ډلو تاسیسات په نښه شوي دي.

د سنتکام د معلوماتو له مخې دغه بریدونو د ډیر شمیر بم غورځوونکو الوتکو په وسیله چې د امریکا له خاورې څخه یي پرواز کړی وو، ترسره شوي دي.

د سنتکام قوماندان جنرال مایکل کوریلا، ویلي دي چې د سپاه پاسداران القدس ځواکونه او ور پورې اړوندې ډلې د عراق او سیمې ثبات او د امریکا امنیت ته یو مستقیم ګواښ دی. سنتکام همدارنګه ټینګار کړی دی چې د امریکا بریدونه به ادامه پيدا کړي.عراق دغو بریدونو ته غبرګون ښودلی دی

د عراق د وسله والو ځواکونو د عمومي قوماندې مرکز ویاند یحیا رسول په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د القایم ښارونه او د عراق سرحدي سیمې د امریکا د هوایي بریدونو هدف ګرځیدلي دي.

یحیی رسول ویلي چې د امریکا بریدونه «د عراق د حاکمیت نقض او د دغه هیواد د حکومت د هڅو کمزورې کول او هغه ګواښ دی چې عراق او سیمه د نامطلوبو عواقبو پر لور بیایي او پایلې به یې د عراق او سیمې د امنیت او ثبات له پاره ناورین زیږونکي وي.»

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق