خبرهای مرتبط

جمع

طالبانو له ملګرو ملتونو سره رغنده تعامل ته لېوالتیا ښودلې

د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیر اوغلو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې، وروستیو دیپلوماتیکو پرمختګونو او د خپلې خپلواکې ارزونې د وړاندیزونو په اړه خبرې وکړې.

د پښتو بي بي سي په وینا، په دې ناسته کې ښاغلي متقي یو ځل بیا ویلي چې د دوی حکومت ملګرو ملتونو سره رغنده تعامل ته لېوالتیا لري او د دوحې ناستې د بریا هیله یې څرګنده کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې ښاغلي متقي د دوحې ناسته یو ښه فرصت بللی خو ویلي یې دي چې د غونډې د جوړښت، اجنډا او ترکیب په تړاو له مفصلو معلوماتو ترلاسه کولو وروسته به په کې د ګډون پرېکړه وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دغه راز یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یوناما په شتون کې د ده په خبره د ملګرو ملتونو بل اضافي ځانګړي استازي ته کوم موجه دلیل او اړتیا نشته.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو همغږي ‌کوونکي فریدون سینیر اوغلو ټینګار کړی چېد دوحې ناستې موخه افغانستان سره د یوې دوامداره پروسې له لارې د نړیوالې ټولنې مسلسل تعامل دی چې په سیاسي برخه کې د ده په خبره لا ډېر پرمختګونه وشي.

ښاغلي سینیرلي اوغلو ویلي په خپله خپلواکه ارزونه کې يې هم غوښتنه کړې چې په کابل کې د نورو هېوادونو دیپلوماتیک حضور ډېر شي، د افغانستان پر مرکزي بانک د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې وشي او همدا راز افغانستان سره تخنیکي او پراختیايي مرستې هم پیل شي.

د خبرپاڼې له مخې ښاغلي سینیر اوغلو ویلي چې د طالبانو حکومت ته د دوحې په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او هیله من دي چې په لوړه کچه په کې ګډون وکړي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار بنسټ (هیومن رایټس واچ) د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه په دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې د ښځو د پراخې ونډې پر نشتوالي اندېښنه ښولې ده.

د دې بنسټ د ښځو د برخې مرستیالې مشرې هیدر بار له بي بي سي سره خبرو کې وویل چې دا غونډه په تېر دوبي کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ د افغانستان په اړه د هغې غونډې دوام دی چې په هغې کې هم افغان ښځو ته د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.

نوموړې وویل دا د منلو نه دی چې د افغان ښځو په استازیتوب یوازې شپږ کسانو ته د ګډون بلنه ورکول کېږي:

“دې غونډې کې چې په فبرورۍ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د تېرې غونډې په دوام پلان کړې ده، د افغان مدني ټولنو کم شمېر غړو ته د ګډون اجازه ورکړل شوې، چې د تېرې غونډې پرتله ښه والی ښيي خو دا هم د منلو نه دی، موږ پوهېږو چې دا دوه ورځنۍ غونډه ده چې په لومړۍ ورځ به یې یوازې استازي ګډون ولري او د افغان مدني ټولنو غړي به په کې نه وي، په دویمه ورځ د افغان مدني ټولنو شپږو غړو ته بلنه ورکړل شوې ده.

په دې برخه کې هم لږه رونټیا ده چې دا شپږ کسان به څنګه غوره کېږي. څومره به یې ښځینه وي او څومره به یې د ښځو د حقونو مدافعین؟”.

اغلې بار زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه لیک له مخې چې ۲۴ کاله پخوا تصویب شوی باید ښځو ته د سولې او هېواد د راتلوونکې په اړه په مهمو خبرو کې د ګډون اجازه ورکړل شي.

خو دا په داسې حال کې ده چې چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویاند سټینفن دوجاریک وویل چې د افغان ښځو او د افغانستان د مدني ټولنې استازي به هم د دوحې په دوه ورځنۍ غونډه کې برخه ولري.

د هغه په وینا، دا د افغانستان لپاره د غړو هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو د استازو تعقیبي غونډه ده چې د یوې برخې په توګه به یې په لومړۍ ورځ د افغان مېرمنو او مدني ټولنې له استازو پرته له ځانګړو استازو سره غونډه وي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق