خبرهای مرتبط

جمع

بیش از یک میلیون بوتل سیرم از افغانستان به عراق صادر شد

یک شرکت دواسازی به نام میلی شفا، به ارزش...

تاکید سازمان همکاری اسلامی بر حق تحصیل زنان و دختران و ایجاد دولت فراگیر در افغانستان

پانزدهمین اجلاس سران کشورهای عضو سازمان همکاری اسلامی با...

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

طالبان وايي، په خوست کې له ډله ییز قبره موندل شوي، نژدې ۱۰۰ مړي بېرته خاورو ته سپارل شوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په خوست ولایت کې له یو ډله ییز قبره موندل شوي هډونه بېرته خاورو ته سپارل شوي دي.

له دې مخکې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي وو، چې دا قبر د خوست شیخ زاهد پوهنتون ته نژدې هغه ځای کې موندل شوی، چې د اوبو زېرمه کولو لپاره د یوه بند کېندلو چارې روانې وې.

د خوست ځايي چارواکي په وینا، په دې قبر کې د ښځو په ګډون د نژدې ۱۰۰ مړیو هډونه موندل شوي دي.

د طالبانو حکومت ځايي چارواکو وویل، دا مړي د افغانستان هغو پخوانیو حکومتونو پر مهال چې د شوروي اتحاد ملاتړ ورسره و، په دې ډله ییز قبر کې خښ کړل شوي دي.

د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال له قوله ویل شوي، چې: ”دغه ملکي کسان شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې په شهادت رسول شوي چې ښځې هم په کې شاملې دي.”

د باختر په رپوټ کې زیاته شوې، چې دغه هډونه له تکفین وروسته نن سې شنبه بېرته خاورو ته وسپارل شول.

خپلواکو سرچینو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې تېرو کلونو کې هم په افغانستان کې د ډله ییزو قبرونو موندل کېدو رپوټونو ورکړل شوي دي.

د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې وروسته له هغه چې طالبانو د کندهار ولایت سپین بولدک او دامان ولسوالیو کې د ډله ییزو قبرونو د موندل کېدو خبر ورکړ، د ملګرو ملتونو چارواکو په دې تړاو پر څېړنو ټینګار کړی و.

هغه مهال د بشري حقونو څار سازمان د اسیا څانګې مرستیالې پټریشا ګوسمن په دې هکله یوه ایکس پیغام کې لیکلي‌ و، اړینه ده چې دا ډول ډله ییز قبرونه خوندي وساتل شي او د مناسبې څېړنې ډاډمنتیا لپاره یې مختصص څېړونکي وغوښتل شي.

د چارواکو په وینا په دې ډله ییز قبر کې د ښځو مړي هم موندل شوي دي.

د افغانستان مخکینيو حکومتونو هم د کابل، سرپل، کندهار، هرات او ځینو نورو سیمو په ګډون د افغانستان بېلا، بېلو سیمو کې د ورته قبرونو موندلو یادونه کړې وه. د طالبانو حکومت چارواکو په وینا دوی د وروستي موندل شوي قبر په هکله د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره یوې کمېټې ته دنده سپارلې ده.

سرچینه: پښتو بي بي سي

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق