خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

له اماراتو بهر لومړنی سفر؛ اشرف غني‌ عمرې ته تللی

د افغانستان مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني‌ ته نژدې یوې سرچینې بي‌بي‌سي پښو پاڼې ته ویلي‌ چې نوموړی سعودي‌ عرب ته د عمرې لپاره تللی دی.

د پشتو بي بي سي په وینا، په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته ښاغلی غني متحده عربي اماراتو کې اوسېږي، خو دا لومړی ځل دی چې له دغه هېواد بهر سفر کوي.‌

په ځینو وېډیوګان کې هم لیدل کېږي چې نوموړی له احرام سره په مکه مکرمه کې د عمرې مراسم پر ځای کوي.‌ د دغې سرچینې په وینا، له تېرو دوو کالونو راهیسې ښاغلي غني عمرې ته د تللو غوښتنه کوله خو “ځنډېدلې وه.”

پخوا داسې رپوټونه ورکړل شوي وو چې پر ښاغلي غني د اماراتو له خوا د سیاسي‌ فعالیتونه ځینې بندیزونه لګېدلي‌ دي.‌ خو نوموړي ځینې مرکې هم کړي‌ او کله کله نا کله پر ټولنیزو رسنیو خپل پيغامونه هم خپروي.‌

ښاغلی غني له خپلې مېرمنې رولا غني سره یو ځای په اماراتو کې اوسېږي او ځینې وخت یې ورور حشمت غني‌ هم له هغه سره د کتنو تصویرونه خپروي.‌

دا لا نه ده معلومه چې ښاغلی غني به د دغه سفر پر مهال لیدنې هم ولري کنه. خو د یوې سرچینې په وینا، تر اوسه یې “له چا سره په رسمي ډول نه دي‌ کتلي.”

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق