خبرهای مرتبط

جمع

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

هغه ښځه چې “۲۵ کاله” کوټه کې زنداني شوې وه، کابل کې ومړه

نېکبختې ۲۵ کاله د کابل د چار قلعه د شیخ علي په نامه کوڅه کې په یوه تیاره کوټه یوازې تېر کړل.

هغه مېرمن چې د طالب چارواکو په وینا “۲۵ کاله په کوټه کې زنداني شوې وه”، په کابل کې مړه شوې.

د نېکبختې په نامه د پاخه عمر ښځه نژدې پنځه میاشتې وړاندې هغه مهال په کابل کې د طالبانو پولیسو وژغورله، چې د سیمې خلکو پولیسو ته د هغې خبر ورکړی و.

هغه مهال په ځینو تصویرونو کې لېدل شوې وه چې نوموړې له رواني او فزیکي پلوه ډېره کمزورې شوې او درملنې لپاره په یوه روغتون کې بستر وه.

په یوه وېډیو کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت د هغې د ژغورنې په تړاو جوړه کړې وه، نوموړې ویلي و:

“زه له هېچا سره څه کار نه لرم، چا سره غرض نه لرم، پر هغوی زما زور نه رسېږي. زما امنیت ونیسئ.”

په کابل کې د طالبانو یو چارواکی وايي، نېکبخته په تېرو پنځو میاشتو کې په ښه کېدو وه، خو زیاتوي، “یوازې تېره شپه یې روغتیایي وضعیت خراب شوی و او نن سهار (دوشنبه) شاوخوا ۶:۳۰ دقیقې یې ساه ورکړه.”

د طالبانو دغه چارواکی وايي، د طالبانو یوه وزیر هغې ته د اوسېدو لپاره “ځانګړی” ځای برابر کړی و.

نېکبخته د کابل په وزیر اکبر خان غونډۍ کې خاورو ته سپارل شوې.

روشن ګله چې په دې وروستیو څو میاشتو کې یې د نېکبختې پالنه کوله، وايي هغه له روغتیايي پلوه د پخوا پرتله ډېره ښه شوې وه.

“دا وروستیو کې یې ښې کیسې کولې، ځان سره به یې سندرې ویلې، پیاده ګرځېدای شوه.”

د طالب چارواکو د مالوماتو له مخې، نیکبخته په داسې کوټه کې زنداني کړای شوې وه چې بهر ته ترې د وتلو لاره نه وه.

ورور یې غلام سخي مني چې له خپل خور سره یې ظلم کړی او ځان ملامت ګڼي:

“خور مې ۲۵ کاله په کوټه کې بندي وه، بیا د اسلامي امارت[د طالبانو حکومت] کسان راغلل او هغه یې بهر راوایسته او روغتون ته یې بوتله، خدای او بنده ګان یې ټول پوهېږي چې زه پر خپل دې کار پښېمانه یم، خدای او بنده ګانو ته یې ملامت یم.”

بي‌بي‌سي پښتو وېبپانې ته ویل شوي چې ورور یې لا هم د طالبانو په زندان کې دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق