خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

نومبر کې د امریکا ټاکنې؛ بایډن او ټرمپ خپلو ګوندونو د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ونومول

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دواړو د خپلو ګوندو د استازو کافي شمېر رایې ترلاسه کړې او د نومبر د ټاکنو لپاره یې نوماندي وګټله.

څلورو ایالتونو، یوې امریکايي سیمې اوبهرمیشتو دموکراتانو د سه شنبې پرورځ خپلې ټاکنې ترسره کړې. د لومړنیوټاکنو نتیجې ښيي چې امریکايي رایې ورکونکي به د ۲۰۲۰ ولسمشریزو ټاکنو په شان اته میاشتې وروسته په نومبرکې بیا سره سیالي کوي.

د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د ګوندي نوماندانو رسمي اعلان به څومیاشتې وروسته سږکال په دوبي کې کیږي.

۸۱ کلن اوسني ولسمشر جوبایډن د سه شنبې پرماښام وویل “ویاړي چې رایو ورکونکو پرداسې یو مهال چې د ټرمپ لخوا ګواښ ورته ترپخوا ډېر دی، دده د بیا ټاکل کېدو دهڅې ملاتړ کړی دی.”

جوبایډن د هېواد د اقتصادي مثبت بهیر یادونې په ترڅ کې، ټینګار وکړچې د امریکا متحده ایالتونه “د بیا راتلو په منځ کې دي” خو د ده په ټکو ډیموکراسي یې په راتلونکې کې له ننګونو سره مخ ده، د هغو لخوا چې غواړي د ماشوم زیانولو په اړه محدودیتونه رامنځته کړي او د ټولنیزې خیرښېګڼې پروګرامونوکې کمښت راولي.

بایډن دخپل ټاکنیزکمپاین په یوې وینا کې وویل “باورلري چې د امریکا خلک به د ټولو انتخابونو تر منځ دا غوره کړي چې موږ د راتلونکي پرلور پرمخ لاړشو.”

دا چې بایډن اوس برحاله ولسمشر دی یو طبیعي امتیاز لري اود دموکرات ګوند دننه د کوم بل نوماند لخوا له کوم جدي چلنج سره نه دی مخ.

د رایوورکونکو له دې پرلپسې اندېښنو سره چې وايي د عمرډېروالی یې ښايي توانايي محدوده کړي چې ونشي کولای د ولسمشرۍ دندې پرمخ بوزي، خو ګوندي کارمنان د ولسمشر ملاتړ کوي.

له بلې خوا، ښاغلی ټرمپ چې ۷۷کلن دی، د جمهوري پالو رایوورکونکوپه منځ کې ډېرمحبوبیت لري، چې د خپل سیال پروړاندې یې چې ښه مالي ملاتړلري، په لومړنیوټاکنوکې پرلپسې بریالیتوبونه ترلاسه کړي. د دویم ځل ولسمشرۍ لپاره د ښاغلي ټرمپ ټاکنیز کمپاین پردې باندې متمرکز و چې د مهاجرت په اړه به سخت قوانین وضع کړي، لکه دا ژمنه چې غواړي ” سرحدونه وټړي” او”په بېسارې کچه ” به بهرني کډوال له هېواده وباسي.

ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره په جمهوريپالي ګوند کې د ۱۲۲۸ استازو رایې ترلاسه کړي پداسې حال کې چې فقط ۱۲۱۵ رایو ته یې اړتیا درلوده. د ګوند دننه د ټرمپ سیالانو هر یو نیکي هیلي، رون ډېسانټېس او ویویک راماسوامي په ترتیب سره ۹۱، ۹ او ۳ رایې درلودې.

ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې چې جنایتونو سره به مبارزه وکړي، د کورنۍ انرژي تولید به پیاوړی کړي، پربهرنیو وارداتوبه مالیه ډېره کړي، د اوکرایین جګړه به ختمه کړي اودنړیوالوچارو په اړه به د ” لومړی امریکا” چلن بیا پېل کړي.

د سې شنبې شپې نتیجې ناڅاپي نه وې، ځکه دواړه سیالان تراوسه له نورو مخته و.

د نظرسنجیو له دې نتیجوسره سره چې وايي امریکایان نه غواړي بیا په نومبرکې د ښاغلي بایډن او ښاغلي ټرمپ ترمنځ سیالي وشي، د نوماندۍ لپاره ددوی بریالیتوب له وړاندې څرګند و.

د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره لومړنیو ټاکنوکې په هرایالت کې سیالي کیږي چې هریو د خپل ګوند د استازو ډېرې رایې ترلاسه کړي.

دموکراتان او جمهوريپالي په لومړنیو ټاکنو کې لږمتفاوت مقررات لري خوپروسه یې په اصل کې یوشان ده.

هرایالت ته د ګوندي استازو یو ټاکلی شمېر ونډه ورکول کېږي، چې د نتیجوپربنسټ بریالي کاندید ته یا ټوله اویا د رایوپه تناسب ورکول کېږي.

یوجمهوريپالی کاندید باید د ولسمشرس د نوماندې لپاره د لومړنیوټاکنوپه ترڅ کې لږترلږه دخپل ګوند د استازو ۱۲۱۵ رايې ترلاسه کړي، پداسې حال کې چې دموکرات کاندید باید ۱۹۶۸ رايې ترلاسه کړي.

ښاغلي بایډن د دموکرات ګوند دننه سیالۍ کې د ۲۰۹۹ استازو رایې ترلاسه کړې پداسې حال کې چې فقط ۱۹۶۸ رایو ته یې اړتیا درلوده، جدي سیالان یې نه درلودل او هغوی په ټوله کې فقط ۲۳ رايي درلودې.

د ښاغلي بایډن او ښاغلي ټرمپ اصلي سیالانو د سه شنبې ورځې له ټاکنو وړاندې له سیالۍ لاس اخیستی و، نو ځکه نتیجې له وړاندې معلومې وې.

که څه هم یوشمېر ایالتونو کې لا تراوسه لومړنۍ ټاکنې نه دي ترسره شوي، خو ښاغلي بایډن اوښاغلي ټرمپ له اړتیا وړټاکلې اندازې ډېرې رایې ترلاسه کړیدي، نود ۲۰۲۴کال ټاکنې اوس عملا پېل شویدي.

ولسمشرۍ لپاره د امریکا د متحدو ایالتونوټاکنې د ۲۰۲۴ کال د نومبرپر۵مه ترسره کيږي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق