خبرهای مرتبط

جمع

مراسم تشییع جنازۀ رئیس جمهور ایران به امامت رهبر این کشور برگزار شد

مراسم تشییع پیکر ابراهیم رئیسی، رئیس جمهور پیشین ایران...

خطر فروپاشی منار جام بر اثر ریزش باران‌های اخیر

ریزش باران‌ها و سرازیر شدن سیلاب‌های پسین در ولایت...

بیش از یک ماه دیگر نشست دوحه دربارۀ افغانستان برگزار می‌شود

سازمان ملل متحد می‌گوید که بیش از یک ماه...

نخست وزیر هند مسلمانان در این کشور را نفوذی توصیف کرد

نارندرا مودی، نخست وزیر هند به تازه‌گی گفته است...

آمار جان‌باخته‌گان سیل در فاریاب به ۶۶ نفر رسید

مسئولان محلی حکومت سرپرست در فاریاب می‌گویند که شمار...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د درنو ورښتونو له کبله اته تنه چې ډېری ېې ماشومان دي مړه شوي او ۱۲ کسان ټپيان شوي دي. د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي چې ورښتونو په افغانستان کې هم زیانونه اړولي دي.

طبيعي پېښو ته د رسيدګۍ ځايي ادارې ویاند، انور شهزاد، وويل چې د درنو ورښتونو له کبله د خیبر پښتونخوا ایالت په مختلفو ولسواليو کې د کوټو چتونه لويدلي او خلک يې لاندې کړي دي.

د اسوشتيد پریس د تېر ماښام رپوټ پر اساس، شهزاد وويل چې په مړه شوو کسانو کې درې تنه ېې خویندې وروڼه دي چې عمرونه ېې د ۳ او ۷ ترمنځ دي. پر وینا ېې دغه مرګ ژوبله د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې اوښتې ده.

سږکال په پاکستان کې ژمنۍ ورښتونه ناوخته، د نومبر پر ځای په فبرورۍ کې پيل شول. موسمي او ژمني ورښتونه هر کال دغه هېواد ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړوي. د روانې میاشتې په سر کې د پاکستان په شمال غرب کې شاوخوا ۳۰ تنه په ورښتونو کې مړه شول.

ورښتونو په افغانستان کې هم زیانونه اړولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې دفتر (اوچا) د شنبې په ورځ وويل چې د مارچ ۲۹مې او ۳۰مې ورښتونو د افغانستان په یو شمېر علاقو کې له ۱۵۰۰ هکتارو ډېرې کرهڼېزې ځمکې، په سلونو کورونه او د پلونو او سړکونو په څېر مهمې زيربناوې تخریب کړي دي.

تر ټولو ډېر زیانونه په فاریاب، دایکندي او ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې اوښتي دي. د ملګرو ملتونو یاده اداره زياتوي چې د افغانستان د څه کم ېوې میاشتې وروښتونو ۷ کسان مړه کړي او ۳۸۴ کورنۍ ېې اغیزمنې کړي دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق