خبرهای مرتبط

جمع

مراسم تشییع جنازۀ رئیس جمهور ایران به امامت رهبر این کشور برگزار شد

مراسم تشییع پیکر ابراهیم رئیسی، رئیس جمهور پیشین ایران...

خطر فروپاشی منار جام بر اثر ریزش باران‌های اخیر

ریزش باران‌ها و سرازیر شدن سیلاب‌های پسین در ولایت...

بیش از یک ماه دیگر نشست دوحه دربارۀ افغانستان برگزار می‌شود

سازمان ملل متحد می‌گوید که بیش از یک ماه...

نخست وزیر هند مسلمانان در این کشور را نفوذی توصیف کرد

نارندرا مودی، نخست وزیر هند به تازه‌گی گفته است...

آمار جان‌باخته‌گان سیل در فاریاب به ۶۶ نفر رسید

مسئولان محلی حکومت سرپرست در فاریاب می‌گویند که شمار...

افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسيناسیون پيل شوی

په افغانستان کې نن (دوشنبې) ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینو د رسولو څلور ورځنی کمپاین پیل شو خو په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ځنډول شوی دی.

له پولیو پاک افغانستان پروګرام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د اوسني کمپاین په ترڅ کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو ترڅنګ د ویټامین اې کپسولونه هم ورکول کېږي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې له دې فرصته ګټه واخلي او خپل ماشومان نه یوازې د پولیو پرضد واکسین کړي بلکې ویټامین اې هم ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي په دې کمپاین کې چې څلور ورځې به دوام وکړي له پنځو کلونو کم عمره لس اعشاریه اووه میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل وايي، “له نېکه مرغه په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پوليو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې”. خو په تېر ۲۰۲۳ کال کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبتې شوې وي چې ټول یې په ختیځ ننګرهار ولایت کې وې.

چارواکي وايي د پولیو پرضد روان ملي کمپاین په غور، بامیان او دایکنډي کې د وروښتونو او سیلابونو له امله له نورو ولایتونو سره هممهاله نه ترسره کېږي بلکې څو ورځې وروسته به پيل شي.

د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزارت پر قومي مخورو، مشرانو، میندو او پلرونو غږ کړی چې له روان کمپاین سره همکاري وکړي او په ترڅ کې یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو پرضد واکسین کړي.

پاکستان کې بیا د ګوزڼ ضد واکسیناسیون یوه اونۍ دوام کوي.

چارواکي وايي د کمپاین پر مهال به ۹۱ ضلعو یا ولسوالیو کې ۲۴ میلیونه ماشومانو ته چې عمره یې له ۵ کلونو کم دي، واکسین وشي.

د ملي روغتيا په چارو کې د پاکستان د لومړي وزير همغږي کوونکي ملک مختار احمد ‘اسوسيېټډ پرېس اف پاکستان’ حکومتي خبري اژانس ته ويلي تېرو څو مياشتو کې د هېواد د يو دېرش ضلعو په اوبو کې د ازموينې پر مهال د پوليو ويروس موندل شوی دی.

خیبر پښتونخوا کې د روغتيا ايالتي وزير سيد قاسم علي دغلته د کمپاين پېلولو پر مهال رسنيو ته ويلي له واکسين د کرکې له منځه وړلو لپاره یې علما، سیمه ییز سپین ږيري او مخو، سياستوال او د ماشومانو ډاکتران هم دغه پروګرام کې ورګډ.

هممهاله د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف، چې په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه د سعودي عربستان په سفر بوخت دی، دغلته د “بېل اېنډ ملېنډا ګېټس” خیریه سازمان له شریک مشر بېل ګېټس سره ليدلي، چې نړۍ کې د پولیو یا ګوزڼ د لمنځه وړلو هلې ځلې کوي.

ښاغلي شریف د دغه سازمان مننه کړې، چې له اوږدې مودې پاکستان سره د پولیو لمنځه وړلو کې مرسته کوي.

یوازني هېوادونه چې ګوزڼ پکې پاتې دی

ګوزن یا پولیو يوه وېروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، خو د واکسين له لارې یې مخینوی کېدای شي‎.

د عامې روغتیا وزارت روان ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو کال یاد کړی او ویلي یې دي چې په دغه کال کې به په ټول هېواد کې د دې ناروغۍ پرضد د واکسین کولو څلور کمپاینونه ترسره شي چې اوسی هغه یې لومړنی دی.

افغانستان او پاکستان اوسمهال په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي په کې لا هم شته.

پاکستان کې روان کال تر دې دمه د ګوزڼ دوې مثبت پېښې ثبت شوې دي، خو تېر کال دغه شمېر شپږ تنه و.

دوې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ د تشخیص لابراتوار د بېل ګېټس بنسټ، روغتیا نړیوال سازمان او د پولیو د لابراتوارونو د نړيوالې شبکې په ملاتړ جوړ او پرانیستل شو.

د یادونې ده چې د روغتیا د نړیوال سازمان ډبلیو اېچ او چارواکو په دې وروستیو کې له افغان چارواکو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې د پولیو په له منځه وړولو کې به پوره همکاري ورسره کوي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق