خبرهای مرتبط

جمع

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

د همه‌شمول نظام پر جوړېدو د طالبانو ټینګار

متقي: داسې یو حکومت باید رامنځ ته شي، چې ټول لوري پکې حضور ولري

د طالبانو د قطر دفتر غړي وایي، له اوږدې جګړې وروسته دې نتیجې ته رسېدلي، چې د ټولو سیاسي لوریو له حضور پرته د نظام ټينګښت ممکن نه دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مذاکراتي پلاوي غړو له کابل څخه قطر ته له ورغلو افغان سیاسي او مدني فعالانو سره په یوه ناسته کې ویلي‎، چې د سولې ټینګښت لپاره باید د یوبل پرضد له پاروونکو څرګندونو ډډه وشي.

متقي ویلي، وینه پر وینه نه مینځل کیږي او اړتیاده چې له دې وروسته ټول لوري د خبرو او تفاهم له لارې نتیجې ته ورسیږي او جګړه پای ته ورسوي.

نوموړی وایي، د افغان سیاسي لوریو او طالبانو ترمنځ تر څو پرله پسې ناستو وروسته د دواړو لوریو په نظریاتو کې توپیر رامنځ ته شوی او اړتیاده چې له دې وروسته د یو بل پرضد پاروونکې څرګندونې ونه شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر غړي امیرخان متقي ویلي، وینه پر وینه نه مینځل کیږي او اړتیاده چې له دې وروسته ټول لوري د خبرو او تفاهم له لارې نتجې ته ورسیږي او جګړه پای ته ورسوي.

نوموړی وایي، د افغان سیاسي لوریو او طالبانو ترمنځ له وروستیو ناستو وروسته، د دواړو لوریو په نظریاتو کې توپیر رامنځ ته شوی او د یوبل ستونزې یې درک کړې دي.

نوموړی د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پخواني رییس متین بیګ سره د هغه شخصي بحث یادونه کوی، چې وایي له ده سره یې تر سولې وروسته د ازبیک پلو ژمنه وکړه او کله چې خلیلزاد د بیا ځل لپاره قطر ته راغي، نو د طالبانو پر وړاندې یې د متین بیګ په نظر کې د بدلون پیغام راوړ.

کابل نیوز لیکي چې د طالبانو د قطر دفتر غړي داسې مهال د همه شمول حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي‎، چې ولسمشر غني په هره وینا کې جمهوریت سره کرښه بولي او له طالبانو غواړي چې نظام ته ورګډ شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق