خبرهای مرتبط

جمع

د سولې پروسې د مبهم او ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښنې

شنونکي: د افغان سولې پروسه له مبهم برخلیک سره مخ شوې ده

د افغان سولې پروسه له مبهم او نا څرګند برخلیک سره مخ شوې ده. د چارو شنونکي او طالبانو ته نیږدې کسان وايي، چې د څلور سوه طالب بندیانو د ازادېدو بهیر نه بشپړېدل، د بین الافغاني خبرو نه پيلېدل، د ځینو طالب بندیانو په نه خلاصون کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو مداخله او تازه د پاکستان له لوري په ځینو طالب بندیانو د بندیزونو وضع کېدل هغه موارد دي، چې د سولې پروسه یې له مبهم او نا څرګند برخلیک سره مخ کړې ده.

حکومت که څه هم بین الافغانی خبرو ته د چمتووالي خبر ورکوي، خو د چارو شنونکی سید اکبر آغا وايي چې د سولې مبهم برخلیک ښايي د جګړې او افغان وژنې دوام ته لار پرانیزي.

نوموړی کابل نیوز سره خبرو کې زیاتوي، چې د ځینو طالب بندیانو په نه خلاصون کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو مداخله او تازه په ځینو طالب بندیانو د پاکستان له لوري د بندیزونو وضع کول هغه موارد دي، چې د افغان سولې پروسه یې له مبهم برخلیک سره مخ کړې ده.

په ورته مهال د سولې او پرمختګ اسلامي ګوند رئیس عزیزالله دین محمد اوسني شرایط خورا حساس بولي او له ښکېلو اړخونو څخه د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې افغان حکومت د مشورتي لویې جرګې پرېکړو په رڼا کې د بندیانو تبادلې ته ژمن دی او زیاتوي، چې په دې لړ کې د ځینو هېوادونو د هغو غوښتنو حقوقي او عدلي ارزونه کیږي چې د ځینو طالب بندیانو د نه خوشي کولو په اړه یې مطرح کړې دي. د سولې مبهم او ناڅرګند برخلیک په اړه خبرونه داسې مهال دي، چې د چارو د شنونکو په خبره ښايي دا حالت د جګړې دوام او افغان وژنې دوام ته لار پرانیزي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق