ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې هند او د اغا خان بنسټ د کابل بالا حصار تاریخي ودانۍ د بیا رغونې هوکړه کړې ده. دغه هوکړه لیک د وږي په درېیمه د ولسمشر غني، په افغانستان کې د هند سفیر ویني کمار او د اغاخان بنسټ ډیپلوماتیکې استازې شهیره زاده هرجي ترمنځ لاسلیک شو .هند به د دغې تاریخي ودانۍ لګښت ورکوي او اغا خان بنسټ هم د دغې ودانۍ بیارغونه په غاړه اخیستې ده.
په افغانستان کې د هند سفیر ویني کمار د کابل بالا حصار د افغانستان یو تاریخي ځای وباله او زیاته یې کړه چې هېواد یې د تاریخي ودانیو بیارغونې ته لېوال دی. هغه هیله وښوده چې دا پلان په بریالیتوب بشپړ شي.
ولسمشر غني هم د هوکړې د لاسلیک مراسمو کې یادونه وکړه چې د افغانستان تاریخي اثار د دغه هیواد تیر ویاړونه را یادوي او د دغو تاریخي ودانیو بیارغول نه یوازې له تېرو نسلونو سره د اوسني نسل اړیکه ښیي، بلکې راتلونکو نسلونو ته به د دې خاورې د عظمت تصویر ولېږدوي.
د نوموړي په خبره، بالاحصار یو سمبول نه دی، بلکې یو تاریخ دی چې د لویو کارونو په کولو کې د افغانانو مبارزې او وړتیا ښيي. په تېرو څو کلونو کې دغه تارخي ودانۍ په نظامي اډه بدله شوې او پوره پاملرنه هم نه ورته کېږي.
په کابل کې د هند سفیروینې کمار او د اغا خان بنسټ ډیپلوماتیک استازې دغه هوکړه لاسلیک کړه. د افغان لرغونپوهانو په وینا د دغې ودانۍ تاریخ له اسلام مخکې دورې ته ورګرځي، چې د کابل ښار سوېل ختیځ ته د شيردروازې غره په لمنو کې جوړه شوې ده.
افغان لرغونپوه میر احمد جوینده مخکې بي بي سي ته ویلي وو، دغه وداني هغه مهال جوړه شوې وه چې د افغانستان خلک د بودا پیروان وو. د افغانستان په تاریخي کتابونو کې راغلي چې کابل شاهانو په مختلفو دورو کې په دغه ودانۍ کې د اوسېدو ښکلې ځایونه درلودل، خو اوس یوازې د دغې ودانۍ کنډوالې تر سترګو کیږي.
له دغې تاریخي ودانۍ کلونه کلونه د نظامي موخو کار اخیستل شوی، خو د وخت په تېرېدو سره یې تاریخي ارزښت پیدا کړ. لرغونپوهان وايي، د بودا پر مهال دا کلا جوړه شوې ده. خو د نظامي موخو لپاره د کارولو فکر یې بدل نه شو، اوس هم دغه ودانۍ کې نظامي کسان تر سترګو کیږي.
بالاحصار د ستراتیژیک اهمیت او تاریخي مخینې له مخې د کابل په یو سمبولیکه ودانۍ بدل شوی دی. دغه ودانۍ د سختو جنګونو شاهده هم پاتې شوې ده.
په لومړي افغان- انګلیس جنګ کې (۱۸۳۹-۱۸۴۲) او دویم افغان-انګليس جنګ (۱۸۸۰ -۱۸۷۸)او له هغه وروسته افغان کمونیستي حکومتونو کې د جنګونو پر مهال له دغې ودانۍ نظامي ګټه اخیستل شوې. ان د افغان کمونستي حکومت پر وړاندې د مجاهدینو پاڅون هم له دغې ودانۍ پیل شو چې د بالا حصار قیام په نوم مشهور شو. وروستیو کلونتو کې ناټو ځواکونه هم په کې مېشت وو.
دغه وداني څو ځله خورا ویجاړه شوې، خو د هویت یا پېژندنې په موخه په ځلونو بیا رغول شوې. په ورستي ځل له یوې پېړي لږ وخت مخکې د هېواد د پاچا نادرشاه په فرمان بیا رغول شوې وه او له هغه وروسته د کمونستي حکومت پر مهال د دغې ودانۍ ځيني برخې د جګړې خوراک شوې. په ۱۳۷۱ کال کې د مجاهدینو د واکمنۍ پیلېدو سره په خپلمنځي جنګونو کې د بالاحصار وداني خورا ویجاړه شوه او له هغه وخته تر اوسه په همغه حالت پاتې ده.