خبرهای مرتبط

جمع

ایران یک تبعۀ افغان را بدون وداع آخر با خانواده‌اش اعدام کرد

حکومت ایران روز چهارشنبه، 19 ثور یک تبعۀ افغان...

شهروندان بدخشان: فیض‌آباد حالت نظامی به خود گرفته است

شهروندان بدخشان گفته‌اند که در پی حمله به کاروان...

مجاهد: کشمکش‌ها در ولایت بدخشان حل و فصل گردیده است

ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی حکومت سرپرست در بیانیه‌ای اظهار داشت...

وقوع انفجار در بدخشان جان سه تن را گرفت

منابع در ولایت بدخشان روز چهارشنبه از وقوع یک...

پښتونخوا؛ ډېره اسماعيل خان کې د پوليسو پر مرکز بريد کې لس پوليس وژل شوي، شپږ ژوبل دي

د پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د پوليسو مرکز پر ودانۍ د وسله والو په بريد کې لس پوليس وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

د پښتو بي بي سي په وینا، دا برید له ټولټاکنو درې ورځې مخکې شوی دی. په سیمه کې د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي د پېښې پخلی کړی او د وژل شویو لسو پولیسو نوملړ یې د بي بي سي خبریال عزیزالله خان ته لېږلی دی.

بل لوري ته د خيبرپښتونخوا سرپرست اعلي وزیر ارشاد حسين شاه د پوليسو پر مرکز بريد غندنه کړې او ژور خفګان یې څرګند کړى دى. سرپرست اعلي وزیر ويلي، دغه شان “ډارنې” پېښې به د پوليسو حوصله کمه نه کړي او د هغه په ټکو ټول ولس د پوليسو تر څنګ ولاړ دى.

د خیبر پښتونخوا صوبې د پولیسو مشر اختر حیات ګنډاپور ‘اې اېف پي’ خبري اژانس ته ویلي ‘له ۳۰ ډېرو ترهګرو د چودهوان د پولیسو پر مرکز له درېیو خواوو برید وکړ او د دواړو خواوو ترمنځ ډزو دوه نیم ساعته دوام وکړ.’

اختر ګنډاپور اې اېف پي ته زیاته کړې “برید کوونکو د دوشنبې په سهار د برید په ترڅ کې لنډه موده د پولیسو مرکز کنټرول هم په لاس کې اخیستی و.”

د درابان د پوليسو مرستيال مشر ملک انيس الحسن رويټرز خبري اژانس ته ويلي، “وسله والو ودانۍ ته له ننوتلو وروسته ډزې وکړې، لاسي بمونه يې وکارول او پوليسو ته يې درنه مرګ ژوبله واړوله.”

د سیمې د پولیسو مرستیال مشر انیس الحسن د بي بي سي خبریال عزیرالله خان ته ویلي، بریدګرو پر پولیسو د سپکو وسلو برید کړی. هغه زياته کړې، د بريد پر مهال په مرکز کې تر ٣٠ زيات پرسونل موجود وو. بريدګرو له يوې نژدې ودانۍ پر پوليسو بريد کړی دی.

د چودهوان کلی د ډېره اسماعيل خان د ولسوالۍ له مرکزه ٨٠ کيلومتره لېرې پروت او یوه وروسته پاتې سيمه بلل کېږي.

د خېبر پښتونخوا په سویلي سیمو کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د وسله والو بريدونو، د امنيتي ځواکونو او پوليسو سره په نښتو او هدفي وژنو کې د اندېښنې وړ زياتوالى ليدل کېږي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ډیسمبر په ١٢ نيټه نامعلومو کسانو دامنيتي ځواکونو پر یوې ودانۍ د چاودېدونکو موادو څخه ډک موټر سره برید کړی و او بيا يې ډزې کړې وې چې په پایله کې یې ٢٣ امنيتي ځواکونه وژل شوي وو. د امنیتي ځواکونو کارکونکي د پولیسو هغه مرکز ته څېرمه یوه ودانۍ کې اوسېدل.

وړاندې تر دې د پاکستان ټاکنو کمیسیون چارواکو ویلي وو، ټاکنې به په ټاکلي وخت، یعنې د فبرورۍ په اتمه نېټه ترسره کېږي.

د ټاکنو کميسیون ویلي د ټولو امنیتي ننګونو سره سره به ټولټاکنې په خپل وخت ترسره کېږي.

د ټاکنو ترسره کېدو په تړاو دغه اندېښنې وروسته تر هغه زیاتې شوې چې له تېرو څو ورځو راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ځینې لویې او وړې امنیتي پېښې رامنځته شوې، په ځانګړي ډول د ټاکنو کمیسیون پر دفترونو، سیاسي غونډو او نوماندانو بریدونه شوي دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق