خبرهای مرتبط

جمع

حکمتیار: د حکومت له مخالفت سره به د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه عملي کیږي

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي، چې که څه هم حکومت د سولې د روان بهیر پر وړاندې خنډونه جوړوي، خو په ټینګار سره زیاتوي چې له یادو مخالفتونو سره سره به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه عملي کیږي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې نن یې د جمعې له لمانځه مخکې په کابل کې خبرې کولې، وویل چې د سولې له پروسې او د بندیانو له ازادیدو سره د افغان حکومت له مخالفت سره سره، د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې موافقه عملي کږي او پاتې پندیان ازادیږي:«د کابل د حکومت زمامداران چې د سولې خبرو مخالف دي او په مذاکراتو کې هم نه وو، اندېښمن وو چې شاید د دوی پر سر معامله وشي او دوی ددې معاملې قرباني نه شي. دوی ته په صریح او قاطع ډول ویل شوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ معاهده به عملي کیږي. امریکایانو ویلي چې د طالبانو پاتې زندانیان هم که څه هم فرانسه او استرالیا د خوشې کیدو مانع شوي دي، خوشې کیږي.»

نوموړی وايي، چې د افغانستان حکومت د اوسني وضعیت دوام غواړي، دسولې پر وړاندې موانع ایجادوي او هڅه کوي چې د امریکا متحده ایالاتو تر ټاکنو دغه پروسه وغځوي، چې په سپینه ماڼۍ کې د حکومت په تغییر سره به د دوی د دواک دوام ته زمینه مساعده شي: «د کابل حکومت د اوسني وضعیت د دوام غوښتونکي دی، د سولې پر وړاندې موانع جوړوی، غواړي دغه پروسه د امریکا د ټاکنو تروخته وځندوي، ګمان کوي چې په سپینه ماڼې کې تغییر او د امریکا د اوسني ولسمشر تغیییر او د یوې بلې څیرې یا د جوبایډن راتګ به د دې سبب شي چې دوی هم له دې مسئلې نجات پیدا کړي او د بهرنیو ځواکونو وتل به وځڼدیږي او دوی به فرصت پیدا کړي چې د اقتدار په څوکۍ پاتې شي. خو د امریکا تصمیم ته له تسلیمیدو پرته بله لار نه لري.»

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق