خبرهای مرتبط

جمع

ایران یک تبعۀ افغان را بدون وداع آخر با خانواده‌اش اعدام کرد

حکومت ایران روز چهارشنبه، 19 ثور یک تبعۀ افغان...

شهروندان بدخشان: فیض‌آباد حالت نظامی به خود گرفته است

شهروندان بدخشان گفته‌اند که در پی حمله به کاروان...

مجاهد: کشمکش‌ها در ولایت بدخشان حل و فصل گردیده است

ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی حکومت سرپرست در بیانیه‌ای اظهار داشت...

وقوع انفجار در بدخشان جان سه تن را گرفت

منابع در ولایت بدخشان روز چهارشنبه از وقوع یک...

د کاپیسا د وکیلې خدیجې الهام ساتونکو او ورور پر دوو ښځو جنسي تېری کړی

په کاپیسا کې امنیتي سرچینې وايي چې په ولسي جرګه کې د کاپیسا ولایت د یوې وکیلې یوولس ساتونکو او ورور په دغه ولایت کې پر دوو ښځو ډله‌ييز جنسي تېری کړی دی. یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې یادې ښځې د جمعې په ورځ کاپیسا ته د چکر لپاره تللې وې. د نوموړي په وینا، یوه ښځه د کاپیسا اوسېدونکې ده او بله هم له کابله دغه ولایت ته ورغلې وه.

سرچینې زیاته کړه، د دغو ښځو موټر د جمعې په ورځ ناوخته په صیاد سیمه کې خراب شوی او وسله‌والو دواړه ښځې د کاپیسا ولایت د حصه دوم ولسوالي په جمال‌اغه سیمه کې یوه کور ته بیولي او بیا یې پرې جنسي تېری کړی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، وسله‌والو کسانو یادې ښځې له جنسي تېري وروسته په نیمه شپه کې له کوره اېستلې دي. د سرچینې په وینا، دواړه ښځې اوس له پولیسو سره دي او پر جنسي تېري د تورنو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.

د کاپیسا د ښځو چارو ریاست د دې پېښې د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي چې پولیسو شپږ وسله‌وال کسان نیولي دي. دغه ریاست وايي چې پولیسو نور جزیات نه دي ورکړي. د کاپیسا د کوه‌بند ولسوالي ولسوال سیف‌الرحمان خلیل او د خدیجې الهام ورور د دغې ادعا د رد ترڅنګ وايي، درې ساتونکي یې په یاده پېښه کې لاس نه لري او په کور کې وو. هڅه مو وکړه چې د خدیجې الهام نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره و نه توانېدو.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق