خبرهای مرتبط

جمع

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

د ملامتۍ د سیاست دوام!

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې بهیر حساس پړاو کې دی او په روانه اونۍ کې کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر هم ترتیب شوی دی، د دواړو هیوادونو ترمنځ د تور پورې کولو لړۍ هم زور اخیستی دی. پاکستان افغانستان تورن کړی چې خپله خاوره کې یې هند ته د پاکستان پر ضد د فعالیت فرصت برابر کړی او هند د افغانستان له طریقه د پاکستان د نا امنه کولو هڅو ته زور ورکړی دی. دوی د پېښور پر کرنې پوهنځي د برید پلان هم د همدې لړۍ یوه برخه یاده کړې او ویلي یې دي چې یو شمیر افغانان هم ورسره همکاري کوي. د افغانستان حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورونو په ردولو سره بیا د هلمند په جګړه کې د ۱۵۲ پاکستانیانو د وژل کیدو خبر ورکړی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه کسان هلمند ته راغلي وو او د طالبانو په لیکو کې جنګیدل، چې د جګړې پر مهال د افغان ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

په لومړي سر کې په دغو حساسو شرایطو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا د څه لپاره کیدای شي او بله دا چې ولې باید دواړه هیوادونه پر یو بل دومره بې باوره وي چې ترې د دښمنۍ بوی راځي؟! افغانستان او پاکستان تر ټولو نږدې ګاونډیان دي چې په ډېرو مسایلو کې د یو بل له شتون پرته نه شي کولی وړاندې لاړ شي، خو په تېرو کلونو کې کله هم ښه او نیک ګاونډیان نه دي پاتې شوي او تل یې د ملامتۍ سیاست مخته وړی.

پاکستان همیشه د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې سیاست مخته وړلو او یا هم په افغانستان کې د مشروع نظامونو پر وړاندې د سخت دریځو ډلو د ملاتړ له طریقه هڅه کړې چې پر افغانستان کې بر لاس ولري او د افغانستان د بهرني سیاست په خپل کنټرول کې ولري، چې تر اوسه کله هم دغه سیاست ګټه نه ده کړې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د بدیو او تربګنیو سبب شوې چې نتیجه یې دواړه هیوادونه او آن نړیوال ګوري چې سیمه د ترهګرو په مرکزه بدله او ولسونه یې تر ټولو تریځ ژوند تجربه کوي.

اما که چیرته دواړه هیوادونه له پخوا په درس اخیستو او په افغانستان کې د ثبات د راتګ لپاره په صادقانه هڅې کول غواړي، نو ضرور نه ده چې د ملامتۍ سیاست ته مخه کړي او په دې پلمه په افغانستان کې جګړه دوام پیدا کړي، بلکې دواړه لوري دې نور د یو او بل د قناعت حاصلولو لپاره ټول هغه ګامونه اوچت کړي چې دوه نیکو ګاوڼدیانو ته ضرور وي، که داسې نه کوي، نو په حقیقت کې بیا هم ځان او هم دواړه ولسونه غولوي. 

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق